هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سفر

د الوتکې سفري خدمتګارې یوه پیغلوټه له قاچاقبر څخه وژغورله

الوتکه کې د مسافرو سفري خدمتګارې یوه پیغلوټه جینۍ د تښتونکو له منګولو وژغورله.

شیلا فریدریک ۴۹ کلنه ده؛ د السکا هوايي شرکت سره کار کوي. هغه وايي، چې له سټلي نه يې سانسفرنسیسکو ته سفر کاوه. کیسه کوي، چې په یوه جینۍ يې شک راغی. ګډوډه وډه وه. ویښتان يې منظم نه و، جامې يې هم منظمې نه وي. خپه معلومیده. تر څنګ يو منظم او درست سړی ناست و. بیخې لوکس او منظمې جامې يې اغوستې وې.

میرمن فریدریک زیاتوي، جینۍ د ۱۴ یا ۱۵ کالو وه، حالت بیخې بل ډول وو. ددې شک شو چې دلته حتما څه خبره شته.

خدمتګاره زیاتوي، په دماغو کې مې همدا ګرځيدل، چې ولې دا سړی دومره لوکس او منظم دی او دا جلۍ ولې دومره ګډوډه او ناراحته ده. دې کې حتما څه خبره شته.

فریدریک زیاتوي، چې زه ددوې خواته ورغلم؛ غوښتل مې ددوې سره خبرې وکړم؛ خو سړي زما خبرې قطعه کولې؛ جینې يې خبرو کولو ته نه پریښوده.

سفري خدمتګار زیاتوي، د الوتکې په تشناب کې يې پیغلوټې ته څو پرله پسې پیغامونه پریښودل. ترې مې وغوښتل، چې که مرستې ته ضرورت لري.

خدمتګاره زیاتوي، چې جینۍ په تشناب کې ددوې په یو پیغام ولیکل، چې هغه مرستې ته اړتیا لري.

میرمن فریدریک وویل، دې پیلوټان خبر کړل؛ هغوې وتوانیدل چې د سانس فرینسیسکو پولیسو سره خبرې وکړي.

د الوتکې د ناستې سره سم، پولیسو قاچاقبر ونیوه او نجلۍ يې وژغورله.

په نړیوالو هوايي شرکتونو کې د الوتکې خدمتګارانو یا سفري نمائنده ګانو ته په یاده برخه زده کړه ورکول کیږي؛ او له ۲۰۰۹ کال راوروسته دا ډول زده کړې چټکې او موثرې شوي هم دي.

میرمن فریدریک ۱۰ کاله کیږي چې د هوايي شرکتونو د سفري نمائنده یا فلایټ اټینډیټ په توګه کار کوي. هغه وايي له روزنیزو زده کړو مخکې په دې خبرو نه پوهیده.

د امریکا د مهاجرینو یوې ادارې په یو رپوټ کې ویلي، چې تیر کال دوې ۲۰۰۰ انساني قاچاقبران نیولي او ۴۰۰ قربانیان يې هم ژغورلي دي.

نور په یاران کې :

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */