فبروري 26, 2021

هغه کرکټ لوبغاړي چې خپل تخلصونه یې بدل کړي

یاران سپورټ

دلته پنځه هغه لوبغاړي درپېژنو چې خپل تخلصونه یې د ځينو وجوهاتو له امله بدل کړي دي.

اصغر افغان

په لومړیو کې یې نوم اصغر ستانکزی و، بیا یې تخلص سلام‌خېل شو او وروستیو کې یې نوم اصغر افغان شو.
د ده په وینا کله یې چې برېښنایي تذکره اخیستله، نو غوره یې وګڼله چې نوم خپل قومیت یا ملت ته بدل کړي او افغان تخلص یې کېښود.

یوسف یوهانا

د پاکستان کرکټ لوبډلې توپوهونکی و، د یاد هېواد په یوه عیسوي کورنۍ کې زېږېدلی و، د اسلام دین له مطالعې وروسته ورته معلومه شوه چې دا یو بشپړ دین دی او د انسانانو نېکمرغي پکې نغښتې ده.
هغه له اسلام قبلولو وروسته له یوسف یوهانا څخه محمد ته تغییر کړ.

ټېلا کرټنی دېلشن

د سریلانکا کرکټ لوبډلې اوپنر توپوهونکی و، دی په داسې یوه کورنۍ زېږېدلی چې پلار یې مسلمان او مور یې د بودايي مذهب پېرو وه، کله یې چې مور او پلار بېلېده، دی هم د مور مذهب ته واوښت او نوم یې له محمد دېلشن څخه تېلا کرټنی دېلشن ته واړاوه.

باب ویلیس

د انګلستان چټک توپ اچوونکی دی، چې اصل نوم یې ربرټ جورج ویلیس و، خو له امریکايي سندر غاړي باب ډیلان سره علاقه وه،  نو نوم یې باب ویلیس ته بدل کړ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*