هغه ۵ ډوله خواړه چې په روژه کې لوږه نوره هم زیاتوي!

داسې خوراکي توکي او مشروبات شته، چې له استعمال وروسته یې د دې پرځای چې لوږه مو له منځه ولاړه شي، لا مو هم اشتها خلاصوي او د لوږې احساس کوو.
د الرجل د مجلې د لیکنې له مخې داسې ویل کېږي، چې ورېژې، اوربشې، یوناني مستې او د ممپلیو غوړي مو په روژه کې لوږه ډېروي، او له اړتیا څخه دوه برابره خوراک ته مو لمسوي. دې کارپوهانو یو بشپړ نوملړ چمتو کړی، او هر هغه توکي یې پکې ښودلي چې لوږه ډېروي.
د روژې مبارکې میاشت کې باید له دغو توکو ځان وساتل شي، او په ځانګړي توګه هغه کسان دې ترې ډډه وکړي، چې غواړي باډۍ یې ښکلې او وزن یې کم شي.
دوی ته پکار دی داسې خواړه وخوري چې په هغه کې د پروټينو کچه لوړه وي خو ورسره د ورځې لخوا ژر وږي هم نشي. د خوراکي توکو کارپوهانو په وینا، هګۍ د ډېر پروټين درولودونکي خواړه دي، چې د ورزش کارانو لپاره غوره خواړه بلل کېږي.

هغه خواړه چې په روژه کې لوږه ډېروي دا دي:

۱ـ د مصنوعي خوند لرونکي مستې؛
هغه مستې چې په مصنوعي ډول خوند لري، په هغه کې بوره ډېره استعمال شوي وي، نو ځکه یې په پېشلمي کې خوړل ښه نه وي.
۲ـ د مېوو اوبه؛
د مېوو په اوبو کې د خوړنیزو توکو، او فایبرو کمښت وي، چې له همدې امله موږ ژر وږي کېږو.
۳ـ سپینې ورېژې؛
د خوراکي توکو کارپوهان وایي، په سپینو ورېژو کې د بورې کچه ډېره وي، چې پرځای یې باید خړې ورېژې وکاروو. ترڅو د روژې په میاشت کې د ورځې لخوا ژر وږي نشو.
۴ـ سوډا؛
سوډا د خانګړي خاصیت په درلودلو سره زموږ له بدن څخه د کاربن ډای اکساید په ايستلو کې مرسته کوي، چې له دې سره د لوږې احساس هم ډېروي.
۵- غلې یا جواری؛
په غلو کې هم بوره ډېره وي، چې له خوړلو وروسته یې زموږ د لوږې احساس ډېروي.له بله پلوه سره کړي خواړه لکه،چیپس او خواږه خوراکونه لکه، چاکلیټ، کیک او داسې نور هم شامل دي.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ