ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان مشهور سندرغاړی عدنان سميع د نوي کال په لومړۍ ورځ خپلو پښتو مينوالو ته په پښتو ژبه سندره وړاندي کوي.
عدنان سميع نن پر خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي چي د لومړي ځل د پاره به پښتو سندره وايي.
نوموړی ليکي:” ډير خوشحاله يم چي د نوروز په ورځ خپله لومړنۍ سندره وړاندي کوم،موږ به د ( تو ياد آيا ) سندره په پښتو ژبي د مارچ په شلمه خپره کړو”
عدنان سميع د ټويټ په وروستيو کي په انګليسي تورو د ( او کنه) پښتو جمله هم ليکلې ده.
عدنان سميع چي کومه سندره په پښتو ژبه وايي مطلع به يې ( بيا بيا را ياديږي ) وي.
همدارنګه عدنان سميع په يوه بل ټويټ کي ليکلي چي د نوروز په ورځ به يوه فارسي سندره هم ريليز کړي چي ( به يادم استي) به يې مطلع وي.
ددې سندري شعر به د پښتو ژبي د مشهور شاعر پرهيز شګيوال وي چي ډير شعرونه يې لطيف ننګرهاري ويلي.
عدنان سميع د باليووډ لپاره ډيري زياتي سندري ويلي او دا يې لومړنی ځل دی چي پښتو سندره وايي.
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي