کوربه انګلنډ نړیوال جام په بریا سره پیل کړ

د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام نن د کوربه انګلنډ او جنوبي افریقا لوبډلو تر منځ په لوبي سره پیل سو .
د جام د پرانیستي لوبي ټاس د جنوبي افریقا لوبډلي وګټئ او کوربه انګلنډ لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه.
انګلنډ لوبډلي خپل لومړی مهم لوبغاړی بیرسټو د لومړي اوور په دوهم توپ له لاسه ورکړ خو وروسته انګلنډ لوبډلي په پوره ۵۰ اورونو کښي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د سټوکس د ۸۹ منډو په مټ افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.
د سټوکس تر څنګ د انګلنډ لپاره په توپ وهنه کي روای ، روټ او کفټان مورګن پنځوسیزي ترسره کړې.

د افریقا لپاره په توپ اچوونه کي نګېډي ۳ عمران طاهر او رباډا ۲/۲ او اینډیلي یوه ویکیټ ترلاسه کړه.
د جنوبي افریقا لوبډله د ۳۱۲ منډو په پوره کولو کښي پاته راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازي ۲۰۷ منډي جوړي کړې او لوبه یې د ۱۰۴ منډو په توپیر بایلول.
د افریقا لپاره په توپ وهنه کښي ډیکوک ۶۸ منډي او وینډر دوسن ۵۰ تر نورو زیاتي منډي جوړي کړې .
د انګلنډ لپاره بیا په توپ اچوونه کښي آرچر ۳ ، پلنکیټ او سټوکس ۲/۲ او همدارنګه موین علي او عادل رشید ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
دا د نړیوال جام لومړۍ لوبه وه چي انګلنډ یې په ګټلو سره د جدول لومړۍ لیکه خپله کړه.
د نن لوبي غوره لوبغاړی انګلنډی الراونډر بین سټوکس ونومول سو چي د ۸۹ منډو جوړولو تر څنګ یې ۲ افریقايي لوبغاړي اوټ کړي وه.
سبا جمعه به د نړیوال جام په دوهمه لوبه کښي ویسټ انډيز له پاکستان لوبډلي سره مخ سي.