مارچ 4, 2021

د انګلستان په تاريخ کې لومړنۍ باحجابه قاضي وټاکل سوه!

خبريال: مدثر دعوت
د لومړي ځل لپاره په انګلستان کي يوه مسلمانه حجاب لرونکې ميرمن د قاضي په حيث وټاکل سوه.
رافعه ارشاد ۴۰ کلنه ده او په حقوقي بخش کي تر ۱۷ کلونو کار وروسته د میډلینډز سرکیټ په محکمې کي تيره اونۍ د قاضي په حيث وټاکل سوه.
رافعې د ميټرو سره په مرکې کي ويلي:” دا دنده ترما ډيره لويه ده،زه پوهيږم دا يوازي زما لپاره مهمه نه بلکې د ټولو ښځو لپاره مهمه ده خو د مسلمانو ميرمنو لپاره ځانګړی ارزښت لري”

ارشاد وايي دا چی ما مثبت ځواب ترلاسه کړ همدا د ګمارني تر ټولو مهمه برخه ده.
دا زياتوي:” ما ډير بريښناليکونه تر لاسه کړه، په تيره بيا هغه ښځينه ډيري خوش باوره وې چي دوی هيڅکله دا فکر نه وو کړی چي حد اقل قاضي ته به په حجاب کي ودريږي، قاضيتوب لا په لويه لار پريږده”.
په لندن کي تر زده کړو وروسته رافعه په ۲۰۰۴ز کي د سنټ ماري د حقوقي کورنۍ سره يوځای سوه،او په بيلابيلو حقوقي برخو کي لکه د ماشومانو خصوصي قانون،اجباري ودونه،ښځينه تناسلي معاملې او هغه قضيې چي په اسلامي قانون پوري يې اړه درلودل، فعاليت کاوه.

دا وايي ددې دومره تجربې او زده کړو سره هم کله کله د تعصب او تبعيض سره مخ کيږم ،لاهم په محکمې کي دا فکر کيږي چي دا مسلک ترما لوړ دی .
دا وايي په ۲۰۰۲ز کي زما د کورنۍ يو غړي راته وويل چي د تعليمي بورس د ازمويني لپاره بايد حجاب وا نه غوندي ځکه بيايې د بريا چانس کميږي،خو ما حجاب واغوستی ځکه ما غوښتل خپل په نوم او پيژندګلوئ سره ځان ورسوم نه په بله څيره.

رافعه يوه تکړه مدافع وکيله سوه او پدې جريان کي يې د اسلامي کورنۍ د قانون يو مخکښه کتاب هم وليکی.
د دريو اولادونو مور وايي غواړم چې په خپل مسلک کي لا پرمختګ وکړم او د نورو ميرمنو لپاره لاره هواره کړم او دا ثابته کړم چي کښته ږغ تر چيغو ډير تاثر لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ