فرسټ کلاس یا د دوهمه درجه هېوادونو ټېسټ لوبې

فرسټ کلاس سیالۍ درې ورځنۍ یا څلور ورځنۍ وي، دا سیالۍ هم په ملي کچه د یو هېواد دننه ترسره کېږي او هم په نړیواله کچه د دوو هېوادونو ترمنځ ترسره کېدای شي.
دې کې دوه لوبډلې دوه پاڼۍ توپ وهنه کوي او هره لوبډله کې باید ۱۱ لوبغاړي ولوبېږي.
فرسټ کلاس سیالۍ د ۱۸۸۹ م کال راهیسې ترسره کېږي.
له ۱۸۹۵ م کال څخه وړاندې دا لوبې هم بې برخلیکه وې، خو په ۱۸۹۵ م کال کې ورته پاملرنه وشوه، او رسمي حالت یې ترلاسه کړ.
په ۱۸۹۴ م کال کې د انګلستان د دوو کرکټ کلبونو ترمنځ ملاقات وشو؛ خو په ۱۹۴۷ م کال کې بیا په امپریال کرکټ کنفرانس کې فرسټ کلاس سیالۍ په نړیوالو لوبو کې شاملې شوې.
له دې وروسته بیا یو ځانګړی کمیسیون وټاکل شو او دا سیالۍ د فرسټ کلاس سیالیو په نوم وپېژندې.
فرسټ کلاس سیالۍ او ارزښت یې
فرسټ کلاس سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي، چې د ټېسټ لوبو یا پنځه ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې او لوبغاړي چمتو شي.
بل دا چې دا سیالۍ هم په نړیوالو لوبو کې حسابېږي، کله چې یو لوبغاړی یا یوه لوبډله په دې په فرسټ کلاس لوبو کې ښه وځلېږي، بیا ورته له اوږده مزل او لاسته راوړنو وروسته د ټېسټ لوبو د بشپړ غړیتوب لپاره تابیه نیول کېږي.
لکه چې په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان او ایرلېنډ لوبډلو په هکله پرېکړه وشوه او ټېسټ لوبو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
افغان لوبډلې له دې وړاندې له عربي متحده اماراتو، ایرلېنډ او نورو لوبډلو سره فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړي دي او هلته یې چې کله لوبې وګټلې نو پرېکړه وشوه، چې افغان لوبډله په ټېسټ کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

مېري لېبن کرکټ کلب او ۱۸۹۴ م کال کې وړاندیز
له ۱۸۹۴ م کال څخه وړاندې لوبې ترسره کېدې، خو د کرکټ نړیوالې شورا دلچسپي ورسره نه وه، په همدغه کال مېرې لېبن کرکټ کلب دا لوبې ښې وبللې.
په ۱۸۶۰ م کال کې څلورو رسمي کرکټ کلبونو په لوبو کې برخه درلوده، سسېکس، کېنټ، نټېنګ همشایر او سُري لوبډلو ګډون درلود.
د فرسټ کلاس سیالیو لومړۍ لوبه په ۱۸۹۵ م کال کې د مېرې لېبن کرکټ کلب او نټېنګ همشایر لوبډلو ترمنځ په لارډز لوبغالي کې ترسره شوه، چې ایم سي سي یا مېرېلېبن کرکټ کلب په ۳۷ منډو وګټله.
۱۹۴۷ کال او د فرسټ کلاس سیالیو اصول
۱۹۴۷ کال کې په رسمي ډول دغه لوبې تر بحث لاندې ونیول شوې، هغه لوبې چې درې ورځنۍ یا څلور ورځنۍ وي او د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، په رسمي ډول فرسټ کلاس سیالۍ ونومول شوې.
اصول دا دي، چې هره لوبډله کې باید ۱۱ لوبغاړي شامل وي، چې له درې ورځو لوبې کمې وي، بیا فرسټ کلاس ورته نه شي ویل کېدای.
هر هېواد باید د فرسټ کلاس سیالیو لوبډله ولري.
هغه لوبډلې چې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب یې نه وي ترلاسه کړی، باید فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړي.