ليکنه: مدثر دعوت
الهام شيخي لومړنۍ ورزشکاره ده چي د کرونا د ويروسي ناروغۍ له امله مړه سوه.
الهام شيخي د ايران د فوټسال ملي لوبډلي لوبغاړې وه او همدارنګه د سپاهان اصفهان لوبډلي غړې هم وه.
۲۳ کلنه الهام شيخي د ايران په قم ښار کي اوسيده او د قم د فوټسال لوبډلي لپاره يې هم لوبي کولې.
د قم ښار د فوټبال فدراسيون رئيس بهرامي د رسنيو سره په خبرو کي ويلي چي الهام شيخي ۱۰ ورځي وړاندي د قم په يوه روغتون کي د کرونا د ويروسي ناروغۍ له کبله بستر سوه چي متاسفانه پرون يې ساه ورکړه.
د بهرامي په وينا د الهام د مرګ خبر ورته ډير تعجب آور وو او د ورزش کورنۍ ته يې تسليت وړاندي کړی.
د کرونا ويروس د چين د وهان ايالت څخه خپور سو چي اوسمهال د نړۍ تر ډيرو هيوادونو رسيدلی، په زرګونو کسان پرې مبتلا او وژلي يې دي،پداسي حال کي چي په افغانستان کي يې هم څو مثبتي پيښي ثبت سويدي.
درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي