ولې نه شو کولی ښه ملګری پيدا کړو؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د یوه ښه ملګري/ې درلودل، له نورو خلکو لرېوالی، هغه څه دي چې زموږ د ژوند پر ټولو برخو سیوری غوړولی شي؛ خو د یوه ښه ملګري/ې د نه لرلو لامل کېدی شي د ماشومتوب د وخت ژوند بڼه او کورنۍ تربیه وي.
د ښه او نږدې ملګري/ ې د نه لرلو لاملونه دا دي:

۱-کورنۍ اړیکې:

تر ټولو لوی لامل یې کورنۍ تربیه/روزنه ده. ځينو کورنیو خپلو ماشومانو ته محدودې اړیکې ورپېزندلي او په همغه چوکاټ کې یې ستر کړي دي. ځينې کورنیو خپل ماشومان او اولادونه ډېر محتاط، محافظه‌کاره، بې‌باوره او ناټولنیز لوی کړي دي. داسې اولاد روزل چې په فکر کې یې له نږدې اړیکو لرېوالی ورپیچکاري شوی وي، په راتلونکي کې  د هغوی د لنډمهاله یا پيکه اړیکو لامل کېږي چې اړیکې یې په نشت حسابولی شو.

۲-خیرجه‌توب/ خجالتي شخصیت:

د نږدې ملګري/ې نه لرل یو بل لامل هم لري چې هغه په اړیکو ټینګولو کې د شخص خیرجه‌توب دی. د خجالتي‌توب لاملونه بېل بحث دی؛ خو همدومره ویلی شو چې پر ځان نه باور، بې اعتمادي، محدودې اړیکې، ډېر احتیاط، ډېره محافظه‌کاري د خجالتي‌توب لاملونه دي.

۳-مغروري:

کله کله ځينې کسان ټولو خلکو ته له پاسه ګوري. داسې فکر کوي چې دا تول تر ما په رتبه/دریځ کې کوچني دي. دا ډول کسان نه غواړي له خپل ځایه راکوز شي. دوی چې کله هم غواړي اړیکې ټینګې کړي، خپل غرور ته یې ځکه ځان ګڼي چې دوی فکر کوي د نورو خلکو په اړیکه خپل شخصیت ولې خراب کړو. همدا وي چې تنها پاتې وي او یوازېتوب غوره ګڼي.

۴-پر ځان کم/لږ باور:

له نورو خلکو ځان کم ګڼل یا تر هغوی ځان سپک ګڼل، پر اړیکو هومره اغېز ښندي لکه غرور یې چې پرېباسي. نورو خلکو  ته نه ورنږدې کېږي، دوی فکر کوي چې بدرنګه، کمزوري، بې هنره دي او که چېرې چا سره اړیکې جوړې کړي ، هغوی به ترې لرې شي؛ خو دا باید هېر نه کړي چې هر انسان د کمزوریو تر څنګ داسې خوبۍ/ښېګڼې لري چې نورو ته پرې ښه ایسي.

۵-تفاوتونو ته نه درناوی:

دا خبره تر یوه بریده سمه ده چې وايي له داسې چا سره اړیکې ساتئ چې همکفره او همنظره مو وي؛ خو په ټوله کې انسانان تفاوت لري. د دوي د مفکورو تر مینځ حتماً یو څه توپیرونه شته. دا توپیرونه او تفاوتونه باید ومنل شي؛ ځکه یوازینی کس چې له تاسو سره همکفره دی، تاسو پخپله یاست.

۶-ډېرې سترې غوښتنې:

په ملګرتیا کې یوه تېروتنه دا وي چې ځینې کسان له خپلو ملګرو غواړي بیخي ډېر د دوی تر امر لاندې وي. یانې هر څه چې ورته ووايي، باید ویې مني؛ خو داسې چاره ناشونې ده. هېڅ انسان د بل انسان ټولې خبرې نه مني. خپلې غوښتنې له نورو راکمې کړئ، ملګري به مو ډېر وي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ