د سمیت او وارنر د راتګ په اړه د لوبډلمشر څرګندونې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور

ډېوېډ وارنر او ایرون فېنچ څه کم یو کال له هغه بندیز کړیږي چې د جنوبي افریقا خلاف په ټېسټ لوبه کې د توپ خرابونې په قضیه کې د بېن کرافټ تر څنګ له نړیوال کریکټ محروم کړل شوي دي.

David Warner 1 د سمیت او وارنر د راتګ په اړه د لوبډلمشر څرګندونې

د اسټرالیاوۍ لوبډلې اوسني مشر ایرون فېنچ په هندوستان کې رسنیو ته ویلي فکر نه کوي چې دغه دواړه لوبغاړي به په مارچ میاشت کې د پاکستان خلاف د یوه ورځینیو لوبو په هغه سیریز کې چې په اماراتو کې تر سره کیږي ولوبیږي.

په همدې میاشت کې د دواړو وارنر او سمېت بندیز هم پای ته رسیږي او دغه وخت به د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د یوه ورځينیو لوبو د سیریز درې لوبې تر سره شوي وي او څلورمه پنځمه لوبه به يې تر سره کیږي.

سمېت او وارنر تمرینات هم پیل کړي او تر څنګ يې د بنګلادېش په غوره لیګ کې هم ځينې لوبې تر سره کړې.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.