هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو لپاره درې میاشتې وخت ورکړل شو

د تروریزم د مالي ملاتړ څارونکي نړیوالې ادارې (FATF) چې د نړۍ اوه صنعتي هیوادونه یې مشري کوي، پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړی چې د ترهګرو ډلو مالي ملاتړ دې پای ته ورسوي، کنه له نړیوالو بندیزونو سره به مخ شي.

د (FATF) کمیټې چې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي هڅې کوي تیره ورځ په پاریس کې تر غونډې وروسته پاکستان ته د یو شمیر ترهګرو ډلو پر ضد د عملي اقدام خبرداری ورکړی.

راپورونه وايي، که پاکستان په درې میاشتو کې داسې اقدامات ونه کړي چې ددې نړیوالې ډلې قناعت حاصل کړي، نو دا هیواد به د مالي راکړې ورکړې په برخه کې په نړیوال کچ له جدي ستونزو سره مخ شي.

همدارنګه د (FATF) بندیزونه به پر پاکستان نورو نړیوالو بندیزونو ته چې د پاکستاني ګاونډي هیوادونه یې په لټه دي هم لاره هواره کړي .

د فوربس معتبره نړیواله خپرونه وايي، که چیرې پاکستان ددې خبرداری سره سم د ترهګرۍ پر ضد لازم اقدامات ونه کړي، دا هیواد به د نړیوالې بانکدارۍ لپاره یوه ممنوعه سیمه وګرځي.

تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي خبرداری ورکړ چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په خاطر به پرې دې هیواد د ملګرو ملتونو د بندیزونو غوښتنه وکړي.

هندوستان هم ورته هڅه کوي او وايي په هندوستان کې د ترهګرو بریدونو ترسره کونکې ډلې په پاکستان مالي سرچینې، خوندي مرکزونه او ملاتړي لري.

د فوربیس خپرونه وايي، که له هند او افغانستان سره د نړۍ اوه ستر صنعتي هیوادونه هم پر پاکستان د مالي بندیزونو د لګولو لپاره یو ځای شي نو دا کار په ملګرو ملتونو کې ډير زرممکن کیدای شي.

فوربیس وايي ښايي چین او روسیه ددې بندیزونو مخالفت وکړي، خو دوی به هم په داسې کولو خپل ځان د ترهګرو ډلو پلوي ونه ښيي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */