مارچ 2, 2021

ستار سعادت: ولسمشرغني د مالیې وزارت د کارکوونکو انګیزه وژلې

خبر: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مخکیني سلاکار عبدالستار سعادت ویلي چې ولسمشر غني د مالیې وزارت د کارکوونکو انګیزه وژلې ده.
نوموړي دا خبرې پر خپله ټویټر لیکلي دي.
هغه د ارګ له لورې د وروستۍ ګام په غبرګون کې یادې څرګندونې کړې چې په ترڅ کې د مالیې وزارت اړوند ۶۸ کسانو د ممنوع الخروج امر شوی دی.
د ارګ له لورې څو ورځې وړاندې په یوه فرمان کې د یو شمیر ګمرکونو د رییسانو په شمول د مالیې وزارت ۶۸ کارکوونکي ممنوع الخروج اعلان کړي دي. مالیې وزارت په دې اړه ناخبري ښودلې ده.
ښاغلي سعادات لیکلي:

«ولسمشر غني د مالیې وزارت د ۶۸ کارکوونکو په ممنوع الخروج کولو سره په دې وزارت کې کاري انګېزه وژلې او رهبري یې ورته بې عزته کړه.»

نوموړي ددې کار د سپيناوي پلوي کړي ده.


هغه پر ټویټر زیاته کړې:

«یا باید دا حالت ختم شي، یا د دوی په عزل تصمیم ونیول شي او یا هم عاجل تحقیقاتي اقدام وشي؛ مسؤل او نامسؤل کسان معلوم شي. غیر له دې به کارونه لا ټکني شي.»

ښاغلی سعادات چې وروستۍ دولتي دنده یې هم د ولسمشر غني سلاکاري وه، له څه وخت راهیسې د ښاغلي غني مخالف شوی او وخت نا وخت پرې نیوکې کوي.
نوموړي په تیرو ټاکنو کې ددوو لوړو د ترسره کولو پرمهال له مخالفت سره سره پر خپله رسمي پاڼه ولیکل چې ښاغلی غني د خپل منتخب ولسمشر په توګه مني او موازي حرکتونه د وطن په ګټه نه دي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ