اپریل 21, 2021

فراه خان ته ايوارډ او د ۲۰۲۱ز فلمفير نوماندان

د ۶۶م پړاو فلمفير ايوارډ لپاره د نوماندانو ليست اعلان سو.

د فلمفير معتبر ايوارډ چې د شپږو پېړيو راپدېخوا هرکال د باليووډ سېنما په بيلابيلو برخو کې جائزې ورکوي د نوماندانو نوملړ يې اعلان سو.

ددې نندارې تر ترسره کېدو وړاندې مشهوري ډايريکټري فراه خان ته د سوشانت سينګ راجپوټ فلم د دل بېچاره سندري د نڅا پخاطر ځانګړی ايوارډ ورکړل سو.

فراه خان پر خپل انسټاګرام د يو احساساتي پوسټ په کولو سره دا يو خورا د وياړ ځای بللی چې د سوشانت سره يې د يوازني فلم پخاطر د خپل مسلک په جريان کې د فلمفير ۷م ايوارډ وګټی.

سوشانت په تېر کال جون مياشت کې ځانوژنه وکړه او ترمرګ يوه مياشت وروسته يې دل بچاره فلم په انلاين ډول ريلېز کړل سو.

همدارنګه سوشانت د غوره اکټر ايوارډ لپاره د همدې دل بېچاره فلم پرسر نوماند دی،او عرفان خان چې په تېرکال اپريل کې د سرطان ناروغۍ له کبله وفات سو د انګريزي مېډم په نام فلم پخاطر د فلمفير ايوارډ لپاره کانديد دی.

اميتابچن،اجی ديوګن ،ايوشمن کرانا او راجکمار راو هم د غوره اکټرانو په کټګورۍ کې نوماندان دي.

ګلابو ستيابو،ګنجن سکسينا،لډو،تاناجي او ټپر د بهترين فلم د ايوارډ لپاره نوماندان دي.

همدارنګه د ډايريکټرانو،غوره ښځينه اداکارانو او نورو برخو کې هم نوماندان مشخص سويدي.

د فلمفير ۶۶م پړاو د کالرز تلوېزيون له لارې د اپريل په ۱۱مه خپرېږي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ