د فلمفير ۶۵م پړاو کلنۍ ننداره تيره شپه ترسره سوه.

ليکنه: مدثر دعوت
فلمفير د باليووډ تر ټولو با اعتباره ايوارډونو ننداره ده.
د فلمفير پنځه شپيتمه ننداره چي د باليووډ مشهورو نارينه او ښځينه اداکارانو پکښې ګډون کړی وو،نن شپه د کابل پر وخت ۰۸:۰۰ بجې د کالرز تلویزیون لخوا خپريږي.

پدې شوو کي تر ټولو ډيري جايزې ګلي بای په نوم د رنورير سينګ او اليا بټ فلم وګټلې.
د فلمفير د ۶۵مي نندارې د ايوارډونو ګټوونکي په لاندي ډول دي:

۱_ غوره فلم (ګلي بای)
۲_ غوره ډايريکټر ( زويا اختر، د ګلي بای فلم)
۳_ غوره نارينه اکټر په لومړني رول کي (رنويرسينګ)
۴_ غوره ښځينه اکټره په لومړني رول کي ( اليابټ )
۵_ غوره نارينه اکټر په ملاتړ رول کي ( سيدارت چودري، ګلي بای فلم)
۶_ بهترينه ښځينه اکټره په ملاتړ رول کي ( امروتا سبهاش)
۷_ د موسيقۍ غوره البوم ( د ګلي بای او کبير سينګ فلمونه)
۸_ غوره شعر ( ګلي بای)
۹_ غوره نارينه سندرغاړی ( ارجيت سينګ،کلنک فلم)
۱۰_ غوره ښځينه سندرغاړې ( شليپا راو، وار فلم)
۱۱_ غوره کيسه لرونکی فلم ( ارټيکل ۱۵)
۱۱_ غوره ډايلاګونه ( ګلي بای)
۱۲_ غوره اکشن فلم ( وار)
۱۳_ د غوره جامو انتخاب ( سنچريا)
۱۴_ غوره بيګراونډ ميوزيک ( ګلي بای)
۱۵_ ځانګړې او افتخاري جايزه ( ګوويندا)

د داورانو په خوښه ايوارډونه:
۱_ غوره فلمونه ( ارټيکل ۱۵ او سنچريا)
۲_ غوره نارينه اداکار ( ايوشمن کرانا، ارټيکل ۱۵ فلم)
۳_ غوره ښځينه اداکاراني ( تاپسي پنو او بومي، ساند کي انک فلم) .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ