د بالیووډ نړۍ کې هغه ۲ اداکاران وپېژنئ چې د قران شریف حافظان دي

نن د هندۍ سينما دوه هغه نامتو څېرې در پېژنو، چې په فلمي نړۍ کې  ځانګړى ځای لري، او ورسره د قرآن پاک حافظان هم دي!

۱ـ قادر خان

د هندي سينما یو مشهور او نه هېرېدونکې څېره قادر خان وو، چې په خټه پښتون، او خان په ١٩٣٧ کې د اکتوبر په ٢٢مه نېټه یې سترګې کابل کې وغړولې.

د قادر خان پلار د قندهار ولایت و، چې هند ته کډه شوی وو او بیا همالته پاتې شول. قادر خان ته خدای ډېره وړتیا ورکړې وه، او سره له دې چې ښه اداکار و، په زړه پورې لیکوالي یې هم کوله.

په خټه پښتون دې ستوري تر مرګ ورځې خپل ټاټوبی او خپله ژبه نه وه هېره کړې، چې د ځينو شخصي تلویزیونونو سره یې په پښتو ژبه مرکې کړې وې.

خان کابو نیمه پېړۍ په هندي فلمونو کې کار وکړ، چې په خپلو ښکلو دیالوګونو او اداکارۍ سره یې ځانته يو ځانګړى ځای جوړ کړ. قادر خان بېلابېل رولونه ولوبول چې نه يوازې منفي کردارونه یې په زړه پوري وه، بلکې د ټوکمار او مثبت رولونونه یې هم خورا ښکلي ادا کړ.

په مونږ کې ډېری تراوسه په دې پوه چې دا په خټه پښتون نامتو ستوری د قران پاک حافظ هم و.

۲ـ عمران هاشمي

دويم هغه فلمي ستورى چې له څېرې سره یې د نړۍ ډېر وکړي بلد دي، عمران هاشمي دى. د نوموړي په اړه لږ او ډېر ټول خبر یو چې د فلمي نړۍ غوره رول یې ادا کړی. عمران نه يوازې دا چې يو ښه اداکار دى، د قرآن پاک حافظ دى.

عمران هاشمي په یوه فلمي کورنۍ کې زېږېدلی ده. چې پلار مسلمان او مور يې د نامتو فلم جوړونکي (مهېش بټ) خور وه.

عمران د هند په سینما کې خپل لومړی رول په ۲۰۰۳ کال کې پیل کړ. او تر دې مهاله یې فلمونه مینوال په خوند سره ګوري. خو د عمران په اړه دا خبره تر ډېره خلکو ته نه ده څرګنده، چې نوموړی د قرآن پاک حافظ هم دى.

راټولونه

وروستي مطالب