هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کلتور او هنر

نوازالدین صدیقي د سعادت حسن منټو رول لوبوي

هندي فلم جوړونکي نندیتا داس د سعادت حسن منټو پر ژوند  د جوړیدونکي فلم کار پيل کړی دی.

نوموړې ویلي، ” منټو “ په نوم دا فلم زما لپاره یوه لویه پروژه ده.

په فلم کې نوازالدین صدیقي د وتلي کیسه لیکوال سعادت حسن منټو رول لوبوي.

نندیتا وايي، د نواز الدین صدیقي سربیره به د هند د فلمي نړۍ نور ستر شخصیتونه هم له دې سره په دې فلم کې برخه اخلي او په وینا یې د مارچ له ۱۵ مې نیټې به ددې فلم د ثبت بشپړ کارونه پیل شي.

دې بالیووډ دې یادې فلم جوړونکې خبریالانو ته وویل، دا فلم به په هندوستان کې بیرته د ۱۹۴۰ مې لسیزې یادونه تازه کړي.

نوموړی وايي، په فلم کې نوازالدین مخکښ رول لوبوي خو د بالیوډ نور ډیر یاد نومونه هم په فلم کې راسره دي. نوموړې زیاته کړه دوی ان ډير واړه رولونه راسره منلي او زه یې منندویه یم .

د نندیتا داس په وینا دا به د بالیوډ د نورو فلمونو په څیر د سندرو او نڅا فلم نه وي او یو خپلواک رنګ به ولري.

د وتلې لیکوال سعادت حسن منټو پر ژوند ددې فلم جوړونکي وايي، فلم یې د نورو هندي فلمونو غونډې ډیره بودیجه نه لري ځکه خو نه غواړي چې ثبت یې ډیر وغزوي بلکې هڅه کوي زر یې د ثبت چارې بشپړې کړي.

ټاکل شوې وه په دې فلم کې اوم پوري هم کار کړی وی څوک چې میاشت مخکې مړ شو. نندیتا ونه ویل چې څوک به د منټو فلم کې د اوم پوري ځای ډکوي، خو ویې ویل چې ډیر زر به د فلم د ټول ټیم نومونه اعلان کړي.

سعادت حسن منټو د پاکستان او هندوستان د بیلتون پر مهال او تر هغې راوروسته د هند د نیمې وچې یاد یاغي او باغي لیکوال و چې پر دې ویش خوشاله نه و. د نوموړي ګڼې لنډې کیسې په پښتو ژبه هم ژباړل شوې او خپرې شوې دي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */