اپریل 18, 2021

که د انټرنیټ له لارې د ډېر وزن لرونکو فایلونو له لیږلو سره په ستونزه کې یۍ، دا ۱۴ انلاین شبکې وکاروئ!

 انټرنيت خپلو کارونکو ته ګڼ شمېر د برېښنا لیکونو شبکې برابرې کړي دي، چې کارونکې يې په کې د حساب پر جوړولو سره خپل فایلونه لکه ویديو، انځورونه او نور لیکلي فایلونه او پیغامونه استولی او له نورو سره شریکولی شي. خو وخت ناوخت ددې برېښنا لیکونو کارونکې د خپلو ځينو د ډېر وزن لرونکو یا دراندو فایلونو د لیږد او شریکولو له ستونزې سره مخ کیږي، ځکه ډېرو برېښنايي انلاین شبکو چې کارونکو ته د ایمیل یا برېښنا لیکونو زمینه برابر کړې، د فایلونو د لیږد او شریکولو لپاره یوه ټاکلې اندازه لري. هغوی چې غواړې خپل درانده فایلونه له نورو سره شریک دي اړ دي چې له نورو لارو کار واخلي.
موږ په دې لیکنه کې درته ۱۴ داسې انلاین انټرنیټې شبکې یا ویب سایټونه درپېژنو چې تاسې په کې خپل درانده فایلونه ، لکه انځورونه، ویډيوګانې او لیکلي مواد له یوه کمپيوټر بل او یا د اڼټرنیټ له لارې په انلاین توګه له یو ځایه بل ځای ته استولی شئ.
ګوګل ډرایوGoogle Drive

ګوګل ډرایو، د انلاین درانده فایلونو استولو لپاره تر ټولو غوره وسیله یا لاره ښودل کیږي. ګول ډرایو تاسې ته د فایلونو د استولو او ذحیره کولو لپاره سپیس یا ځای درکوي. ګول ډرایو ستاسې د جمیل ادرس یوه برخه ده چې د فایلونو د خوندیتوب له پلوه خورا ډاډمنه وسیله ده. په دې ځای کې نه یوازې تاسې خپل فایلونه په انلاین ډول نورو ته استولی شئ، بلکې کولی شئ چې خپل فایلونه، لکه انځورونه، ویډيوګانې او ځینې اسناد په کې خوندي هم کړئ او هر چېرې او هر ځای مو چې اړتیا وي او انټرنیټ ته لاس رسی ولرئ کولی شئ تر لاسه يې کړئ.
وي ټرانسپرWe transfer

 دا هم د په انلاین توګه د دراندو یا ډېر وزن لرونکو فایلونو چې د جي بي يې  وزن پورته وي په دوهمه شمېره کې غوره وسیله یاده شوې ده. وي ټرانسپر تاسې ته دا موقه درکوي چې پرته له کوم لګښت ان تر ۲۰ جي بي وزن لرونکي فایلونه پرې له یوه ځایه بل ځای ته په انلاین توګه واستوئ. همدارنګه وي ټرانسپر تاسې ته دا سهولت هم برابروي چې پر یوه وخت یو فایل ان له ۲۰ کسانو سره شریک کړئ.
وی ټرانسپر وروسته له ګوګل ډرایو نه منل شوې او ډېر کاریدونکې شبکه ده. تاسې کولی شئ چې هر وخت پرته له کوم لګښت خپل فایلونه له نورو سره شریک کړئ، خو ددې شبکې څخه د ګټې اخیستنې لپاره هم د ایمیل ادرس درلودل اړین دي.
های ټيلHighTail  

دا هغه انلاین شبکه ده چې تاسې ته دا زمینه برابره وي چې خپل درانده فایلونه پرې له نورو سره په اسانه شریک کړئ او هغه چاسره مو چې خپل فایل شریک کړی دی هغه په اسانه سره کولی شي چې دغه فایل ډاونلوډ کړي او ګټه ځينې واخلي.
ددې لپاره تاسې یوازې اړتیا لرې چې دغه ویب سايټ ته په ورتلو سره د ځان لپاره یو حساب پرانیزۍ یا يې جوړ کړئ او تر هغې وروسته په اسانۍ سره کولی شئ چې خپل فایلونه نورو ته ولیږئ!
ټرانسپر بیګ فایل  TransferBigFiles    

ددې ویب سایټ له لارې تاسې کولی شئ چې خپل درانده فایلونه ان تر ۲۰ جي بي پورې نورو ته ولیږئ یا يې له هغوی سره شریک کړئ. په دې ویب سایټ کې تاسې باید د ځان لپاره حساب جوړ کړئ او بیا کولی شئ چې تر ۲۰ جي بي فایلونه نورو سره شریک کړئ، ولې که غواړئ تر ۲۰ جي بي هم درانده فایلونه واستوئ بیا اړ یاست چې ددې ویب سایټ هغه خدمتونو فعال کړئ چې لګښت پرې راځي او د خپلو فایلونو د لیږلو په بدل کې باید یوه اندازه لګښت په انلاین توګه پرې کړئ!
ډراپ سینډDropSend   

ډارپ سیڼد د انلاین دراندو یا لویو فایلونو د لیږلو په برخه کې یوه له منل شوو او مشهورو شبکو نه ده چې ګڼ شمېر کارونکي لري. دغه شبکه خپلو کارونکو ته دا موقه ورکوي چې د بېلا بېلو برخو په درلودلو سره د خپلې خوښې وړ برخه وټاکي او خپل فایلونه له نورو سره شریک کړي. ددې شبکې کارونکي کولی شي چې یوازې څلور جي بي فایل په وړیا توګه اپلوډ کړي او له نورو سره يې کړي، خو که تر دې د ډېر وزن لرونکی فایل اپلوډ یا پورته کوي باید یوه کمه اندازه لګښت پرې کړي.
میل بیګ فایل MailBigFile

ددې شبکې له لارې تاسې په اسانۍ کولی شئ چې درانده فایلونه واستوئ، خو ددې شبکې د تګلارې له مخکې تاسې کولی شئ یوازې دوه جي بي فایل واستوئ، تر دې د ډېرې اندازې باید په انلاین توګه لګښت پرې کړئ. کله چې تاسې ددې شبکې له لارې خپل فایل واستوئ، ستاسې استول شوی فایل تر لس ورځو په دې شبکه کې پاتې کیږي او تر هغې وروسته لرې کیږي.
بکسBox

بکس د انلاین چوپړتیاوو یا انلاین خدمتونو یوه بله منل شوې انلاین شبکه ده چې کارکونکي يې کولی شي ددې لارې خپل درانده فایلونه له نورو معلومو کسانو سره شریک کړي. بکس تاسې ته د بیلا بیلو برخو په برابرولو سره ستاسې کار لا ښه او اسانه کوي.
اګنیټEgnyte

ددې ویب سایت له لارې تاسې کولی شئ خپل فایلونه خپلو ملګرو او دوستانو ته واستوئ. ډېر ساده یوازې خپل فایل اپلوډ یا پورته کړئ او په اسانه ډول یې له هغو ملګرو سره شریک کړئ چې تاسې يې غواړئ.
ډراپ بکسDropbox

ډراپ باکس یو فایل ساتونکې شبکه ده چې ګڼ شمېر کارونکې لري. ډراپ بکس تاسې ته زمینه برابروي چې خپل فایلونه په کې خوندي کړئ او ان د ټلیفون له لارې هم کولی شئ چې هر ځای کې خپلو فایلونو ته لاسرسی ولرئ. خو دا شبکه یوازې تاسې ته په وړیا توګه یوازې د دوه جي بي فایلونو استولو حق درکوي. ډراپ بکس تر ډېره پوره ادارې او دفترونه کاروي.
میډیا فريMediaFire

میډيا فري تاسې ته اجازه درکوي چې خپل ټول فایلونه په کې خوندي کړئ او هر ځای او هر وخت چې تاسې وغواړئ کولی شئ چې سر ورښکاره کړئ او له خپلو خوندي شوي مواد وکاروئ. د میډيا فایل تر ټولو ښه ځانګړنه داده چې تاسې ته ان ۵۰ جي بي پورې د وزن لرونکو فایلونو د خوندي کولو حق او صلاحیت درکوي. تاسې کولی شئ چې تر یادې ټاکلې اندازې پورې خپل ټول مهم فایلونه همدلته خوندي کړئ او هر وخت چې وغواړئ په انلاین توګه ورته لاس رسی ولرئ.
سینډ دیس فایلSendThisFile

سینډ دیس فایل تاسې  ته ۱۵  ورځو پورې په وړیا توګه دا زمینه برابروي چې تاسې خپل درانده فایلو ان پرته له کومې ټاکلې اندازې وزن نورو ته په ډېره اسانۍ واستوئ. وروسته تر دې چې په دې ویب سایټ کې د ځان لپاره خپل حساب پرانیزۍ، بیا تاسې په ساده ډول خپل فایل اپلوډ کوئ، هغه چاته چې يې لیږئ د هغه ایمیل ادرس ورکړئ، کله چې د فایل اپلوډ خلاص شي په اتومات ډول خپله سینډ کیږي. هغه چاته مو چې استولی هغه ته د فایل د اخیستلو د لارښونې سره یو ځای ایمیل ورځي او فایل ترلاسه کولی شي.
۴شیر4Shared

د انلاین فایلونو د استولو او شریکولو لپاره فایل شرینګ یو له منل شویو او مشهورو ویب سایټونو له ډلې نه دی. دا ویب سایټ خپلوکارونکو ته د حسابونو پر پرانیستلو سره د ۱۵ جي بي فایلونو د خوندي کولو او شریکولو حق ورکوي. فایل شیرینګ تاسې یوازې انټرنیټ ایکسپلور او فريفاکس بروزرونو کې پرانیستلی شئ. تاسې کولی شئ چې دا ویب سایټ د هر ډول فایلونو، لکه انځورونو، ویډيوګانو او لیکلو فایلونو لپاره وکاروئ!
 شیر فایل Sharefile

شیر فایل یو بل په انلاین ډول د فایلونو د لیږلو لپاره مناسب سایټ دی، چې تاسې يې د فایلونو د لیږلو او شریکولو لپاره کارولی شئ! لکه له نومه چې يې معلومیږي، دا ویب سایټ تاسې ته د فایلونو د لیږلو او شریکولو زمینه برابروي. دا شبکه تاسې ته حق درکوي چې حسابونه په کې پرانیزۍ او تر یو جي بي فایل په پوره خوندیتوب سره له خپلو ملګرو، همکارانو او یا د کورنۍ له غړو سره په انلاسن توګه شریک کړئ!
فایل میل Filemail

د درانده فایلونو د لیږلو لپاره یو بل انلاین ویب سایټ دی چې تاسې په کې خپل د ډېر وزن لرونکي فایلونه ساتلی او د نورو ملګرو سره شریکولی شئ! دا ویب خپلو کارونکو ته حق ورکوي چې ان تر ۳۰ جي بي پورې فایلونه ددې لارې نورو ته واستوي، همدارنګه دا اجازه هم ورکوي چې د خپل استول شوي فایل د ډونلوډ پر لینک هم څار ولري. نو دې ته په کتو فایل میل د فایلونو لیږلو ویب سایټونو په ډله کې یو بل غوره او کاریدونکی ویب دی.
لوستونکو! یادې شوې شبکې، د انلاین فایلونو د لېږد او خوندي کولو لپاره غوره ویب سایټونه او شبکې ښودل شوي دي چې له لارې يې تاسې په اسانۍ او سادګۍ سره کولی شئ خپل فایلونه له نورو دوستانو، خپلوانو او همکارانو سره شریک کړئ. موږ په دې لیکنه کې د ګوتو په شمېر د فایل لیږلو انلاین شبکې یادې کړي دي، لسکونه نورې شبکې هم شته دی چې دلته يې یادونه نه شوې دا يې هغه مشهوري او ډېرې کارونکي دي.