سپورټ کرکټ

په شپږیزه کرکټ لیګ کې پخواني چټک بالران ډېر وټکېدل

سپورټ یاران

د شپږیزې کرکټ لیګ په روان پړاو کې توپیر دا دی، چې د زړو لوبغاړو د لوبېدو ترڅنګ پکې د ځوانو لوبغاړو ونډه تر نورو پړاوونو پراخه وه.

د مثال په توګه د سپین غر زمریانو کرکټ لوبډله ۹۰ سلنه ځوانه وه، د بند امیر کرکټ لوبډله کې ځوان لوبغاړي وو، چې ښه بېلګه یې د چټک توپ اچوونکي فرهاد مومند او ورسره خوا کې د وفادار مومند شتون و.

په توپوهونکو کې هم ډېری ځوان لوبغاړي وو، چې ښې بېلګې یې د بهار علي شینواري، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ابراهیم خان، عظمت الله عمرزي، شاهدالله کمال او نورو ډېری ځوانو لوبغاړو  شتون دی.

د کابل بازان او مِس عینک اتلان کرکټ لوبډلو ترمنځ کوالیفایر یا پایلوبې ته تګ یوه لوبه کې شاپورځدران او دولت ځدران د کابل بازان کرکټ لوبډلې پر وړاندې له اتو په کمو اورونوکې ۸۱ منډې ورکړې وې.

د دوی ایکانومي یا هر اوور کې یې د منډو ورکړه شاو خوا لس  ده، چې د یو ایکسپرېنس یا با تجربه لوبغاړي لپاره ډېر لوړې منډې دي.

بل پلو د بند امیر او مِس  عینک اتلان کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ایلېمېنېټر یا حذف کوونکې لوبه ترسره شوه.

دې لوبه کې بند امیر لوبډلې د عثمان غني د پنځوس جمع منډو په مرسته ۱۷۸ منډې وکړې.

مِس عینک لوبډلې دغه هدف په شلم اوورکې د شاهدالله کمال او افسر ځاځي د ۸۰ منډو په ملګرتیا سره پوره کړ.

په  دې لوبه کې حمید حسن د اوپنر توپ وهونکي بهار علي شینواري لخوا ښه ولوبول شو او هغه یې وټکاوه.

کله چې حمید حسن وټکېده؛ نو بیا د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان لخوا میرویس اشرف راوغوښتل شو.

خو میرویس اشرف څخه بهار علي شینواري په ۳ توپونو ددوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډې واخیستې. میرویس اشرف هم وټکېد.

په ټوله کې روانه شپږیزه کې د ځوانو لوبغاړو پایله مثبته وه، په توپ اچونه کې وفادار مومند په چټک توپ اچوونکو کې ښه و، فرهاد موموند ښه توپ اچونه وکړه، ذاهد شېرزاد مثبته توپ اچونه وکړه.

د فرهاد مومند او ذاهد شېرزاد دا لومړی پړاو شپږیزه وه، چې وې یې لوبوله.

داسې لسګونه نور ځوان لوبغاړي په توپ وهنه او توپ اچونه کې ښه وځلېدل.

په زړو لوبغاړو کې نورعلي ځدران او عثمان بیا بېخي ښه وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ