فبروري 28, 2021

فکري رغونه؛ دې ګټوره لیکنه کې یې ولولئ

لیکنه: ملیحه ناصري

اوسنی پېر د ټنکالوژۍ, چټکې زدکړې او د پرمختګونو د اوج پېر دی . ټول هڅه کوي چې لوړې زده کړې وکړي, ښه دنده او سم ژوند ولري. د دوو کسانو تر مینځ پر زدکړه سالم او ناسالم رقابت روان وي. له زدکړې سره فکري او ذهني وده مله ده. کله چې فکرونه او ذهنونه وده وکړي ؛ نو د پخوانو د ناسمو فکرونو ردولو ته لاره هوارېږي . ردول یې اړین دي ؛ ځکه چې زموږ پېر او د هغوی د وخت افکار خورا توپیر لري. موخه دا نه ده چې ګڼې د پخوانو هر فکر دې رد شي ؛ ځکه د پخوانو افکار,  دودونه, فرهنګ او کړنې د ننني ژوند بنسټ او پایې دي. خبره د افغانۍ ټولنې پخوانی فرهنګ او زړو فکرونو ده. زموږ پر اوسني ژوند د ماضي وزرې غوړېدلي . اوس هم موږ د همغو ناسمو مفکورو تر سیوري لاندې پراته یو . که چېرې چاته ووایو چې په لوڼو دې درس ووایه ؛ نو سمدستي ځواب یې دا وي چې پلار مې درس ویلی و که نیکه.

دې ته ورته خبرو کې همدغه مفکورې چلېږي او دا ډول ویناوې اورېدل کېږي. نن هم له هلک او نجلۍ د ژوند د شریک د ټاکلو حق ساقط کېږي. د همدې لپاره چې د پلار او نیکه ناسم دودونه پالل کېږي. سره له دې چې دا دود پیکه شوی ؛ خو لا هم شته. زموږ په اوسني ژوند کې اوس هم ماضي پالنه شته او د دې چارې له مینځه وړل , پېړۍ غواړي ؛ ځکه دا مفاهیم ورو ورو نوي نسل ته هم ولېږدول شول.

د فرعون طبیب( سینوهه ) وایي:  ” د انسان یو شی هېڅکله نه بدلېږي, هغه د ده ناپوهي ده. که یو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شي ؛ نو زموږ د وختونو د انسان او هغو انسانانو به څېر  تېروتي وي چې تر موږ مخکې یې د اهرامونو د جوړېدا په وخت کې ژوند کاوه. بیا به هم انسان ناپوه وي او راتلونکی انسان هم په دروغو او تشو وعدو تېروځي” .

داسې هم نه چې ګڼې انسان به تل ناپوه وي او هېڅ بدلون به نه کوي. موخه دا ده چې موږ د هرې نوې پېښې له پېښېدو سره پر دې پوهېږو چې تجربه مو لږه او پوهه مو کمزورې ده. او دا ناپوهي د ژوند تر پایه راسره مله وي. غني خان وایي:

چې د علم په جهان کې

د هوښیارو څنګ کې کېنم

هم هغوی پورې خندا کړم

هم په ځان پورې خنېږم

خو اخېر دغې له راغلم

نه پوهېږم, نه پوهېږم

تېر وخت او ناپوهي موږ سره یو ځای درومي. موږ نشو کولی ترې خلاص شو ؛ خو خبره د ماضي فکرونو په سمه کارونه کې ده. موږ به د پخوانو له سمو فکرونو د ډیوې په توګه کار اخلو او د ناپوهۍ تیارې به پرې رڼوو . اصلا د ادب دنده د فکرونو رغاونه ده . موږ اړ یو چې د ځينو فکرونو پر وړاندې سالم او  په قلم سره بغاوت وکړو. ماضي حتما پر اوسني ژوند اغېز پرېباسي. که تېر وخت په تېر کې ختمېدی شوی ؛ نو اوسني نسل به دومره بدبختۍ نه ګاللې. که څه هم د پخوانو د ناسمو فکرونو ردول او د اغېز کمول یې کړاو ګالل غواړي ؛ خو د دې لپاره چې پوهه پر جهل برلاسې شي, باید دا کړاو وګالو.

سخ د ناپوهانو چې هېڅ غم اندوه یې نشته

هر څه چې غمونه دي هوښیار لره وردرومي

                                                خوشال خان

دا هم اړینه ده چې موږ یوې ښکارندې ( پدیدې ) ته په کوم نظر ګورو . د هر انسان د لید ساحه د هغه تر پوهې محدوده وي. که څومره هم ته په مثبتو خبرو او چارو ورته لګیا یې او غواړې خپل رسالت پر ځای کړې ؛ خو چې مقابل لوری خپل لیدلوری اصلاح نه کړي او مثبتو کړنو ته په سم نظر ونه ګوري, هغه مثبت او منفي هېڅ توپیر هم نه ورته کوي. هر انسان ته پکار ده چې حداقل که هغه کار کولی نشي په مثبت نظر خو ورته وګوري. زموږ په ټولنه کې ځینې خلک او ځوانان د دې پر ځای چې یو چا سره مرسته وکړي, مثبت افکار یې ځپي ؛ ځکه په دې فکرونو کې د دوی شخصي ګټه نه وي مطرح. هاخوا بهرني افکار راباندې مسلط شوي.  کپیټالیزم , فیواډالیزم, امپریالیزم او نور دا ټول داسې دي چې یو کس بل نفر په موټر ووهي, قرباني په وینو لټ پټ پروت وي, مجرم تښتي ؛ ځکه چې که ورته تم شي بندي کېږي او ازادي یې ترې سلب کېږي, دا نه وایي چې درګرده لګیا یم د چا ژوند ترې سلبوم.  بل کس چې د همدې پېښې لیدونکی او شاهد دی په موټر چلوونکي پسې رډ وګوري, ټپي یا مړ کس په وینو کې غرق پرېږدي, دی هم ترې ولاړ شي, ولې ؛ ځکه چې شخصي منفعت او ګټه یې نه ده مطرح . ښه نو شخصي نفعه مو نه وه پکې, وجدان څه شو,  انسانیت څه شو,  له هر څه یې ورتېر اسلام څه شو؟ او که له بلې خوا ووینو ملامت هم نه دي. که دوی مرسته وکړي, لاس په دوی پاکېږي او د زندان د پیجریو شاته به پراته وي.  موږ ټولو ته پکار ده چې خپل لیدلوری بدل کړو. هېڅ امکان نه لري چې یوه کړنه دې منفي او مثبتې خواوې ونه لري. مهمه دا ده چې موږ یې پر مثبتو ټکو تمرکز وکړو او د منفي په سمونه پسې یې مټې راونغاړو. په تش احساساتي غبرګون له ویجاړي پرته نور هېڅ لاسته نه راځي. یو بل که منلی نه شو, زغملی خو یې شو. که زموږ ټولنه پر منفي افکارو زور واچوي, سبا به بیا هم موږ د همدغسې خلکو د لوبو توکي شو لکه دا دومره وخت چې و. نن زموږ پر هر څه پردی اغېز حاکم دی, له خپلو شخصي فکرونو نیولې تر فرهنګه, زدکړو, دودونو, ….

پکار ده چې موږ له مثبت اندو خلکو سره مل شو. داسې نه چې هر څه یې په پټو سترګو ومنو . لومړی به یې فکر تلو بیا به یې منو یا ردوو . زموږ ټولنه کې خورا ډېر استعدادونه پټ دي او یا هم ځپل شوي ؛ خو زما یقین دا دی چې دا ټولنه داسې ستر استعدادونه لري چې مازې ویښول یې پاتې دي. که بهرنیانو په دې ټولنه کې د همداسې څیز وړاندوینه نه وی کړې ؛ نو ټول به داسې راپسې نښتي هم نه و. پر ټولنه به مو داسې یوځایي هجوم نه راته. په تېرو څو کلونو کې ټول شاهدان یو چې پر ټولنه مو هر اړخیز هجوم راوړل شوی او یرغل پرې شوی , که دین دی او که نور. د دې تیارو د له مینځه وړلو په پار چې څوک یوه شمعه هم بلوي باید ګټه ترې واخلو . دا اړینه نه ده چې ډیوه د چا په لاس کې ده, مهمه دا ده چې له هغې ګټه واخیستی شو. هر وران او کور ړنګېدلې ماڼۍ, بېرته اباددېدی هم شي ؛ خو که د جوړولو تکل یې وشي. هر فکر رغېدی شي که موږ خپله یې د رغولو هڅه وګړو.

کله باد کله باران شي

کله اور کې وسځېږم

خو ځم په مخه ځمه

که ودرېږمه ورکېږم

چې جهان تیاره تیاره شي

اور شي تندر شي عذاب شي

زه پښتون د پښتو غر یم

نه یرېږم نه نړېږم

خو زه ځمه ځمه ځمه

تل روان یمه په مخه

یو مقام ته ور روان یم

یو مقام ته به رسېږم

غني خان

 

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او ... نور ولولئ