افغانستان کې د بهرنیو لوبو او ګټو کشمکش او د یوه ملت په توګه له بیا ډوبیدو ځان ژغورنه !

لیکنه: غازي عابد

افغانستان یوه حساسه مرحله کې قرار لري، ځکه ښکاري چې د افغانستان په اړه د دخیلو لورو تګلاره بدلیږي او له بده مرغه افغان سیاست تل د همدغو ښکیلو هیوادونو پر ګټو پورې تړلی وي.
د وروستیو غبرګونو نه پوهیدای شو چې خبره کوم طرف ته روانه ده.
د کابل او ننګرهار له پيښو وروسته د روسیې او امریکا غبرګون کې بدل ټکي ولیدل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه اعلامیه کې یوازې بریدونه وغندل او بیرته یې له طالبانو او حکومت وغوښتل چې په مبارزه وکړي، دا پر داسې مهال چې همهاله افغان ولسمشر محمد اشرف غني دې بریدونو ته په غبرګون کې طالبان په نه اوربند او سوله تورن کړل او بیرته یې افغان پوځ ته امر وکړ چې د طالب او هر ډول تروریستانو پر ضد دې تعرضي حالت غوره کړي.
له دې وړاندې افغان حکومت د طالبانو پر ضد له هغه وخته چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسلیک شوه، د ښه نیت او اوربند لپاره دفاعي حالت غوره کړی و.
بل پلو روسې د ولسمشر غني تعارضي حالت ته اندیښنه ښودلې او دا یې د سولې لپاره خنډ بللی. د روسې سفیر ان افغان حکومت ته د کابل ادارې اصطلاح کارولې ده. هغه اصطلاح چې مانا افغانستان کې حکومت نشته یا نه د افغانانو دی او یوازې د کابل ولایت دی !
دغو لورو په دې اړه غوڅ ونه ویل چې ولې تر اوسه اوربند ونه شو، ولې جګړه روانه ده او باید اول بریدونه ودرول شي.
نو د جګړې زیاتوالی او پورته دریځونه په ډاګه کوي چې د نړۍ هیوادونه یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي او هیڅ ډول ارزښت، کرامت او بل څه ورته اهمیت نه لري.

اوس افغانانو ته څه په کار دي؟

د ولس یا د یوه ملت اراده هیڅکله هم څوک نه شي ماتولی، خو په دې شرط چې ملت یې د نه ماتیدو کلک عزم وکړي. د افغانستان خلکو له شا او خوا څلورو لسیزو راهیسې په جګړو کې د کورنۍ خواږه غړي له لاسه ورکړل، ښکلي کورونه یې وران شول، ښایسته کاروبارونه چې خوږ ژوند یې پرې روان و ګډوډ شول، نړۍ په خوښۍ باندې خپلې ورځې پالي، خو افغانان نه واده په ډاډه زړه کړای شي او نه هم جنازه او نه بل ارزښت پاللی شي، ځکه بم، برید، بمبار او سل و زر نورو ګواښونو ویرولي دي.
د ننګرهار د ښیوې او د کابل د ماشومانو پر روغتون برید خو دا بلکل نوره مظبوطه کړه چې هیڅ چیرته هم افغان نه دی خوندي او دښمن به یې په هیڅ ارزښت ورته صرفه ونه کړي.
له دې وړاندې په جوماتونو کې بریدونه لکه د ننګرهار د جودرې برید، د پکتیکا فوټبال میدان کې ځانمرګی برید، په ښاديو او کورونو بمبارونه…
نو دغسې یوه مهال چې نړۍ مو هم پيژندلې، منافق ګاونډیان مو هم پيژندلي، خپل هغه مشران مو هم پيژندلي چې خپله یا کابل، یا قطر یا نوره ماډرن ښکلې نړۍ او کورونو کې ناست دي، لوڼې او زامن یې په پوبجي ګیمونو مصروفه دي، خو دلته د جګړې اواز راشړي، وايي، وطن او پاکه جګړه ده او دښمن دی، په داسې حال کې چې دښمن همدا موږ (ملت) ښيي، ځکه که هر څوک برید و بمبار کوي ما وژني، که بم الوزوي، زما د کور مخته سړک ورانیږي، زما مدرسه، ښوونځی، روغتون، پول او کورګی ورانیږي، نو دا بل دښمن کومه دی چې پر ضد یې اخته یاست؟؟؟

بې شکه بل دښمن نشته، هغه دښمن مو (ملت) ښيي ځکه مري خو د همدې ملت بچی، کور او کلی هم د ملت د بچي ورانیږي، نو مانا دښمن زه یم، چې اصل کې ددوی دښمن نه، دښمن د بل چا یم، خو پر دوی مې وژني.
پس نو چې ملت دومره پوه وي، سختې یې لیدلي او تجربه کړي وي، نو د سهوې لپاره هیڅ ځای نشته او باید تکرار یې نه کړي!!!
اول په حکومت کې هغه افراد او ډلې چې په لوی لاس د سولې خنډ ګرځي، بیا طالبانو کې هغه خلک چې په لوی لاس د افغان انسان وژنې ته دوام ورکوي، لکه نن یې چې پکتیا کې موټربم برید کې ووژل او مسوولیت هم واخیست، هغه سیاسي ګوندونه او نورې خواوې چې د سولې لپاره مخکې تګ مانع دي او کیږي، تر ټولو ډیر مسوولیت همدا کړیدونکی ملت لري چې یې مقابل کې د (بسسسس!!!) غږ پورته کړي.
ترڅنګ نور په ټوله کې افغان حکومت او طالبان او ټول سیاسي جریانونه دې باید په دې هم سره پوه شي چې که هره خوا په زور ملت ګروګان نیول وغواړي، خو مشري به یې ونه شي کولی او نه اجازه ورکول کیږي، ځکه دا هغه ملت نه دی چې پخوا یې یوازینی انتخاب همدا و چې له هغو ټوپکیانو سره ودریږي چې په پټو سترګو به یې پرې کابل ورانوه او اسلام اباد جوړاوه.
بلکې تجربه یې اخیستې، راویښ شوی او پر دې پوهیږي که یو څوک ناوړه تجربه تکراروي او په زوره یو دیکتاتورانه او خپلسری حکومت جوړوي، نو څه وکړي، چاسره ودریږي او څنګه یې مخه ونیسي، ځکه پوهیدلی چې که چوپ شي هم مري، که وتښتي هم مري، نو ولې بیا په سپین میدان ونه مري چې راتلونکي نسل ته خو د ژغورنې لار، ویاړ او یوه تګلاره جوړه کړي چې هغوی هم بیا د هغو خاینونو، پردیو ګوډاګیانو او فاسدینو خلاف ودریږي چې د پردیو د ګټو لپاره د یوه ستر او تاریخي ملت ټولې هیلې له دې امله خاورو سره خاوري کوي چې هغه ملت ځان نه خوځوي، ځان نه پوهوي او په دې عصري او چلبازه نړۍ کې خپل مسوولیت نه پيژني.
نو؛ اوس بهرني لوري د جګړې سیال کوي، هیڅ دخیل نه دي، خو داخلي لوري او ملت په کې مري او غرقیږي، نو دغسې مهال دا کوم مسلمانیت او انسانیت دی چې زموږ وجود کې شته او د یو بل وژنې ته یې لپاره دوام ورکوو؟؟؟
په همدې اساس ملت په ځانګړي ډول ځوان قشر باید بشپړ چمتو اوسي، ورو ورو د راپورته کیدو علامې ورکړي او ټولې خواوې وپوهوي چې د اور تودولو او زموږ د وژلو پرځای راشئ سره کیښنئ او د ملت په خوښه مخته لاړ شئ، ځکه که دا ځل هم موږ غرقیږو، نه پوهیږو، د پنجاب او غرب د ګټو لپاره چوپتیا، تیښته او بې ځایه ګام اخلو، نو بیا موږ واقعاً هغه ملت یوو چې د ژوند لایق نه یوو، نړۍ باید راباندې لوبې وکړي.
په دې هیله چې په ټولنیزو رسنیو، ښار و اطراف او هرځای کې تر خپله وسه د جګړې بندولو او ملت ژغورلو لپاره خلک ورور پوه او وخوځوو او په ښکیلو خواوو غږ وکړو چې همدمره بس دی، ځکه همدا وروستۍ لار او خلاصون دی او بس !!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب