سپورټ فوټبال

فوټبال: د کال غوره لوبغاړی او روزونکی به څوک سي؟

فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ د کال غوره فوټبالر، د کال غوره فوټبالري، په نارینه لوبډله کي د کال غوره روزونکي او د ښځینه وو په برخه کي د کال غوره ښځینه روزونکي په موخه ۱۰ ـ ۱۰ نوماندان اعلان کړل.

د یادو لسو نوماندانو له ډلي به په سپټمبر میاشت کي یو ګټونکی اعلانیږي.

موږ دلته د هغه ۱۰ نوماندانو په اړه معلومات درکوو، چي د کال غوره فوټبالر جایزې ته، د کال غوره فوټبالري جایزې ته او د نارینه او ښځینه وو په لوبډله کي د کال غوره روزونکي ته نوماندان دي.

لومړی د کال غوره نارینه لوبغاړي ته کاندید ۱۰ لوبغاړي:

۱ـ کریسټیانو رونالډو:  د ایټالوي کلب جیونټوس کلب او پرتګال ملي لوبډلي لوبغاړی.

۲ـ لیونل میسي: د هسپانوي کلب بارسلونا او آرجنټاین ملي لوبډلي لوبغاړی.

۳ـ فن دایک:  د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.

۴ـ سادیو معني:  د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او سنګال ملي لوبډلي لوبغاړی.

۵ـ محمدصلاح:  د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول او مصر هیواد ملي لوبډلي لوبغاړی.

۶ـ ایډین هازارډ:  د هسپانوۍ لوبډلي ریال ماډریډ او بلجیم هیواد تکړه لوبغاړی.

۷ـ کیلین امباپې: د فرانسې کلب پي ایس جي او فرانسې هیواد ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی.

۸ـ هیريکین:  د انګلستاني کلب تاتنهام او انګلسان هیواد ملي لوبډلي لوبغاړی.

۹ـ دي لیخت: د ایټالوی کلب جیونټوس او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.

۱۰ـ فرانګي دیانګ: د هسپانوۍ لوبډلي بارسلونا او هالنډ ملي لوبډلي لوبغاړی.

دا جایزه تېر کال د ریال ماډریډ مرکزي لوبغاړي موډریچ خپله کړې وه، خو دا کال په دې لس کسیزه لیست کي هغه هیڅ نسته.

1537811888_617618_1537819743_noticia_normal.jpg

دوهم: د ښځينه وو ترمنځ د کال غوره لوبغاړې ته کاندیدي ۱۲ لوبغاړي:

۱ ـ لوسي برونزو:  د انګلستاني ملي لوبډلي لوبغاړې.

۲ـ جولي ارتز:  د امریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۳ـ کارولین ګراهام:  د ناروې فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۴ـ آدا استولسمو:  د ناروې د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۵ـ آماندین آنري:  د فرانسې هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۶ـ سم کر:  د آسټرالیا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۷ـ رز لاوله: د آمریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۸ـ  ویویان میدما: د هالنډ د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۹ـ الکس مورګان: د امریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۱۰ـ مګان راپینو: د آمریکا د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۱۱ـ وندي رنار:  د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

۱۲: آلن وایت:  د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړې.

دا جایزه تېر کال مارټا ګټلې وه.

_103569495_marta2.jpg

درېیم: د نارینه وو په برخه کي د کال ۱۰  نوماند روزونکي:

۱ـ ډجمال بیلماډي:   د الجزایر ملي لوبډلي روزونکی.

۲ـ ډیډر ډیشام: د فرانسې د ملي لوبډلي روزونکی.

۳ـ مارسلو ګالارډ: د رایور پلاټ کلب روزونکی.

۴ـ ریکارډو ګاریسا: د پیرو د ملي لوبډلي روزونکی.

۵ـ پیپ ګوارډیولا: د منچسټر سیټي کلب روزونکی.

۶ـ یورګن کلوپ: د لیورپول روزونکی.

۷ـ پوچیټینو: د ټاټنهام کلب روزونکی.

۸ـ فرنانډو سانټوس: د پرټګال ملي لوبډلي روزونکی.

۹ـ ایریک ټین هاګ. د اژاکس کلب روزونکی

۱۰ـ ټیټي: د برازیل ملي لوبډلي روزونکی

تېر کال دا جایزه ډیډر ډیشام ګټلې وه.

25821041-26896045.jpg

څلورم: د کال غوره ښځینه لوبډلو روزونکی ته ۱۰ نوماندان:

په دې هم نارینه روزونکي هم ښځينه روزونکي دي، خو لوبډلي ټولي ښځینه دي.

۱ـ میلینا برټولینا: د ایټالیا فوټبال ملي لوبډلي روزونکې.
۲ـ جیل ایلیس: د امریکا فوټبال ملي لوبډلي روزونکې.
۳ـ پیټر ګرهارډسون: د سویډن ملي لوبډلي روزونکی.
۴ـ فوټوشي ایکیډا:  د جاپان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۵ـ انټونیا ایز: د هسپانیا د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلي روزونکې.
۶ـ جوي مونټيمورو: د ارسنال د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۷ـ فیل نیویل: د انګلستان د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکی.
۸ـ رینالډ پیډرو: د لیون د ښځینو د فوټبال لوبډلي روزونکی.
۹ـ پاوول ریلي: د شمالي کارولینا کورج د ښځینو د فوټبال لوبډلي روزونکی.
۱۰ـ سارینا ویګمن: د هالنډ د ښځینو فوټبال لوبډلي روزونکې.

دا جایزه تېر کال رینالډ پیډرو خپله کړې وه.

reynald-pedros--en-la-gala--the-best---mega.jpg

د کال غوره لوبغاړي، د کال غوره ښځینه لوبغاړې، د کال غوره د نارینه لوبډلي روزنکي او د کال غوره ښځینه لوبډلو روزونکي ته به جایزې د روان ۲۰۱۹م کال د سپټمبر میاشتي په ۲۳مه نېته په میلان ښار کي ورکول سي.

د سپټمبر میاشتي په ۲۳مه نېټه د ماپښین په ۴:۳۰ بجې د نارینه لوبډلي غوره روزونکی، مازدیګر پر ۵:۳۰ بجې د ښځینه لوبډلي غوره روزنکی او مازدیګر پر ۶:۳۰ بجې بیا د کال غوره ښځینه لوبغاړې او لوبغاړی اعلانیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.