پنځه هغه کرکټ لوبغاړي چې دوو مختلفو هېوادونو په لوبډلو کې لوبېدل

لیکنه: سمیع الله درانی
تاسې خبر یاست کرکټ داسې یوه لوبه ده چې د وړتیا پر بنسټ پکې لوبغاړي اخیستل کېږي او لوبډلو سره لوبېږي.
خو ځینې وختونه بیا لوبغاړي مجبور دي، چې له یو هېواد څخه بل ته سفر وکړي.
یا د تابعیت پربنسټ سفر کوي او یا هم که خپله اصلي لوبډله کې وانخیستل شي، نو بیا نورو لوبډلو ته ځي.
دلته پنځه هغه لوبغاړي در پېژنو چې د ۱۹ کلنۍ پرمهال د خپل اصلي هېواد ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو لپاره لوبېدلي، خو وروسته یې په لوړه کچه نړیوال کرکټ د نورو هېوادونو لپاره کړی او ښه ځلېدلي دي.
عمران طاهر
عمران طاهر اصلاَ د پاکستان دی، په ۱۹۹۸م  ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د پاکستان په ملاتړ ولوبېد.
د دې سربېره د پاکستان الف یا اې لوبډله کې هم لوبېدلی دی.
په ۲۰۰۵م کې سویلي افریقا ته وکوچېد او هلته له شپږو کلونو تېرولو وروسته په ۲۰۱۱م د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې سره مل شو.
۱۰۷ یو ورځنیو لوبو کې یې د افریقا لپاره ۱۷۳ وېکټې اخیستې دي.
په ۳۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳ وېکټې ترلاسه کړي دي.
۴۱ کلن طاهر په ۲۰۱۹م کې نړیوال جام څخه وروسته له نړیوال کرکټ څخه تقاعد شو.
کولېن ډي ګرېنډ هوم
کولېن ډي ګرېنډ هوم اصلاَ د زِمبابوې دی او په هراری سیمه کې زېږېدلی دی.
۲۰۰۴م کې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د زِمبابوې لپاره ولوبېد.
۲۰۱۲م کې د نیوزیلېنډ لوبډلې په ګټه د خپل اصلي هېواد زِمبابوې پر وړاندې په شل اوریزه نړیواله لوبه کې ولوبېده.
۳۳ کلن کولېن اوس د نیوزیلينډ ټیم غوره الراونډر دی او د کوري انډرسن ښه بدیل بلل کېږي.
ګرنټ ایلیئټ
ګرنټ ایلیټ اصلاً د سویلي افریقا د مرکزي او مشهور ښار جوهېنزبورګ اوسېدونکی دی.
ګرنټ ایلیئټ په ۱۹۹۸م د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د سویلي افریقا په ګټه ولوبېد او دا چې بیا د یاد هېواد کرکټ بورډ له پامه ورغورځاوه بیا په ۲۰۰۸م کې نیوزیلینډ ته ولاړ او تر ۲۰۱۶م پورې له نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې سره ولوبېد.
۲۰۱۵م نړیوال ۵۰ اوریز جام نیمه پایلوبه کې یې سویلي افریقا ماته کړه او نیوزیلېنډ لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.
ټېم مورته
ټېم مورته اصلاً د انګلستان پلازمېنه لندن ښار کې زېږېدلی او په ۲۰۰۲م نولس کلنو نړیوال جام کې د انګلستان په ګټه لوبېدلی و او دا چې نیا او نیکه یې ایرلېنډ پورې تړاو درلود او ۲۰۱۲م کې ایرلېنډ لوبډلې ته ولاړ او د افغانستان پر وړاندې هم لوبې کړي دي.
مورته یو منځنی چټک توپ اچوونکی دی.
کې سوېټر
اصلاً د سویلي افریقا اوسېدونکی دی. په ۲۰۰۶م کې د افریقا نولس کلنو لوبډلې ملاتړی و او د نولس کلنو نړیوال جام کې ولوبېد.
خو ۲۰۱۰م  نړیوال شل اوریز جام کې د انګلستان په ګټه یو غوره لوبغاړی شو.
هغه د اسټرالیا خلاف پایلوبه کې ۶۳ منډې وکړې او لوبډله د لومړي ځل لپاره تر اتلولۍ ور رسوله.
نو دا پنځه هغه کرکټ لوبغاړي چې دوو مختلفو پړاوونو کې د مختلفو هېوادونو لپاره لوبېدلي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي