هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
جرمونه

هند: د پاخه عمر سړي په سپی جنسي تیری کړی

 

د هندوستان په ممبيي ښار کې د یو کور څوکیدار په سپي د جنسي تیري په تور نیولی شوی دی.

رام نیرش میشرا (۴۱) کلن دی، چې د ورځې له مخې ریکشته چلوي او د شپې يې څوکیداري کوله.

په میشرا باندې په سپي د جنسي تیري تور وروسته له هغې پورې شو، چې د پټو امنیتي کیمرو څخه د کور منشي ته د نوموړي په اړه ځینې تصویرونه او ویډوګانې په لاس ورغلې.

امنیتي پټو کیمرو داسې صحنې ثبت کړې وې، چې پکې څوکیدار میشرا، سپی څو ورځې پرله پسې تشناب ته وړي او څه کم لس دقیقې ځان پسې د تشناب ور تړي.

سیمه کې د یوې امنیتي پوستې مشر د ډیرو جزویاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، خو وي ویل، چې تورن کس نیول شوی او اوس په محکمه کې تر تحقیق لاندې دی.

د پولیسو مشر ایس جی ډال زیاتوي:

((دا یوه ډیره خواشینونکې مسله ده. موږ په دې اړه زیات جزیات نشو ورکولای. د مسلې په اړه لاس ته راغلي مالومات مو محکمه ته سپارلي او دا مسله لا څیړو. محکمه به په دې اړه پریکړه کوي.))

د کور منشي ډیشموک چې د تورن کس په اړه يې پولیسو ته خبر ورکړی او دوسیه ثبت کړې وه، وايي:

((د پيښې په لیدو بیخې حیران شوم او سمدستي مو څوکیدار له دندې وشاړه. د قضیې په اړه مو د محافظت شخصي کمپنۍ خبره کړه او هم مو حیواناتو سره د اخلاقي چلند ډلې ته خبر ورکړ.))

د کور منشي زیاتوي، چې د پټو امنیتي کیمرو تصویرونه ښيي، چې څو شپې پرله پسې همدا کس سپی تشناب ته وړي او له هلته يې له ځانه سره ایساروي.

نوموړی زیاتوي، چې دا کس له تیرو دوو میاشتو راهیسې ددې ځای څوکیدار ټاکل شوی و.

حیواناتو سره د اخلاقي چلند د ډلې یو همغږي کوونکي ویلي، چې دا مسله د هر چا لپاره د اندیښنې وړ ده. ځکه هغوې، چې نن د حیواناتو په وړاندې له زور زیاتي کار اخلي، سبا له انسانانو سره هم ورته بد چلند کوي.

حیواناتو سره د اخلاقي چلند ډلې دې استازې وړاندې ویلي:

((د حیواناتو سره د اخلاقي چلند ډله په ټوله خلکو غږ کوي، چې حیواناتو ته اذیت رسوونکي خلک پیدا او درنه سزا ورکړي. موږ په حکومت هم غږ کو، چې دا ډول خلکو ته سزا لا درنه کړي، څو حیوانات او په ټوله کې ټولنه ددوې له ضرره خوندي شي.))

د پوان په نوم د شخصي امنیتي کمپنۍ مشر ډي کی سینګ ویلي، چې له استخدام وړاندې يې د څوکیدار اسنادونه کتلي وه او کومه ستونزه يې نه درلودله. هغه زیاتوي، چې څوکیدار سپی تشناب ته د وینځلو لپاره وړی و.

ښاغلی سینګ وړاندې وايي، چې که څوکیدار مجرم ثابت شي، درنه سزا دې ورکړل شي.

د سپي په تړاو د طبي معایناتو رپوټ ښيي، چې د سپي وضعیت ښه نه دی، او په سپي جنسی تیری شوی دی.

په تیر یوه کال کې د حیواناتو سره د زور زیاتې ګڼې پیښې ثبت شوي دي. په همدې موده کې، یوې ښځې په بنګلور کې (۸) پاپیان ووژل. چینای کې د طب پوهنځي یو محصل یو کوکری له بامه لاندې وغورځاوه. او په ویلرو کې یو بل محصل بیا شادي مرګ ته وواهه.

هندوستان ټایمز د روان کال په مارچ میاشت کې خبر ورکړ، چې په تیرو پینځه کلونو – ۲۰۱۱-۱۶ – پورې یواځې د هندوستان په ممبیي کې د حیواناتو سره د زور زیاتي ۱۹۰۲۴ پیښې ثبت شوي، چې په تړاو يې هیڅوک هم نه دی نیول شوی.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */