ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه

دا ورځني عادتونه مو فشار کمولی شي

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

په کار ځای کې، ښوونځي يا پوهنتون کې او کور کې ورځنۍ پېښې او کارونه د دې سبب کېږي چې په مونږ فشار او اضطراب راشي او آرام مو ګډوډ کړي.
پوهېږئ چې څه ډول د دې پېښې مخه ونيسئ؟ آيا د فشار کمولو په لارو پوهېږئ؟
مونږ په دې ليکنه کې تاسې ته ۱۳ داسې عادتونه درپېژنو چې تاسې يې په عملي کولو سره ورځنی سکون بېرته ترلاسه کولای شئ:

۱- د سبا لپاره له شپې آماده ګي ونيسئ
خپل نيمه پاتې کارونه مو منظم کړئ، د ماښامنۍ پاتې شوني په يو لوښي کې يو مناسب ځای ته يوسئ، خپله بکسه مو د سبا لپاره آماده کړئ، د پيسو بکسه او نور د اړتيا وړ وسايل مو تيار کړئ او ټول هغه څه داسې ترتيب کړئ چې سهار د تګ په وخت درباندې فشار نه وي او آماده اوسئ.

۲- له ټاکل شوي وخت ۵ يا لس دقيقې وړاندې ورشئ
که کوم ځای ته ځئ او يا کومه ليدنه لرئ؛ نو پنځه يا لس دقيقې مخکې له ټاکلي وخته ځان آماده کړئ او هڅه وکړئ ژر ورسېږئ.

۳- په يو وخت کې په يو شي کار وکړئ
د دې پرځای چې څو کارونه په يوځای وکړئ؛ هڅه وکړئ چې يواځې يو کار په ښه ډول سرته ورسوئ.
په يو کار تمرکز کول نه يواځې په تاسې فشار کموي؛ بلکې د کارونو په ښه ترسره کولو کې هم درسره مرسته کوي.

۴- د فشار کمولو لپاره په آرامتيا کې کار وکړئ
که غواړئ په ځان د فشار کمولو لپاره ګام پورته کړئ؛ نو لومړی د کار کولو په وخت ټول شيان بند کړئ او مه يې پرېږدئ چې ستاسې ذهن ګډوډ او ناآرامه کړي.
مخکې له کار خپل د چټ پروګرامونه بند او موبايل مو سايلنټ کړئ؛ تر څو څوک مو مزاحمت ونه کړي. حتی کولای شئ خپل براوزر مو په Stay Focused عيار کړئ؛ تر څو د کار کولو په وخت کې له ځينو سايټونو استفاده ونه کړئ.

۵- هره ورځ خپل ځان ارزيابي کړئ
د ورځې په اوږدو کې تل هغه کارونه چې کوئ يې له هغو کارونو سره پرتله کړئ چې بايد ويې کړئ.
يا په بل عبارت مه پرېږدئ چې په هغو کارونو بوخت شئ چې ستاسې له موخو او پلانونو سره اړيکه نه لري.
د دې کار لپاره تاسې کولای شئ د ورځې په اوږدو کې له ځانه دا پوښتنې وکړئ:
تر ټولو مهم کار چې اوس يې کوم، کوم دی؟
دا کار ما خپلې موخې ته نږدې کوي؟

۶- په آرام خوراک وکړئ
يو کار چې په تاسې د فشار کمولو کې مؤثر دی؛ دا دی چې خواړه مو په ښه آرام سره وخورئ.
د دې کار لپاره کافي ده چې په يو چپ او آرام چاپېريال کې کښېنئ او له شور او ګډوډۍ لېرې شئ.
هڅه وکړئ په داسې توګه خواړه وخورئ چې د هرو خواړو خوند په تمامه مانا احساس کړئ او په آرامه يې وخورئ.

دا کار په تاسو فشار کموي؛ له دې پرته په آرامه او ورو غذا خوړل له چاغوالي هم مخنيوی کوي، ځکه د ډوډۍ له خوراک ۲۰ دقيقې وروسته مغز په اتومات ډول هورمونونه ترشح کوي چې تاسې ته د مړښت پيغام درکوي او اشتهاء مو کموي.

۷- د ۲۰/۸۰ قانون له لارې د فشار کمول
په سلو کې اتيا برخې وخت مو په حل لارو ولګوئ او يواځې ۲۰ برخې يې ستونزې ته ورکړئ.
يا په بل عبارت د ستونزې سره دومره ځان ونښلوئ چې فقط تاسې ته ځان دروپېژني او معلومات درکړي؛ تر څو په بله مرحله کې ورته ښه حل لاره پيدا کړئ.
د دې قانون سره به تاسې اړ نه یئ چې خپل وخت د ستونزې په اړه په غوصه او نا آرامۍ مصرف کړئ او يواځې به وکولای شئ چې د وخت لويه برخه مو د حل لارې په موندلو ولګوئ.
په دې ترتيب به مو ژوند دښه والي په لور ګامونه واخلي.

۸- مرسته وغواړئ
تاسې اړ نه يئ چې هر څه په ځانته ځان ترسره کړئ؛ تاسې کولای شئ په ځينو وختونو کې له نورو مرسته هم وغواړئ.
ځينې وخت بايد زده کړئ چې څه ډول د کارونو د مخکې تګ او ځان راحته کولو لپاره د نورو له مرستې ګټه واخلئ. په دې ډول به د خپلو اهدافو په مخکې وړلو کې د نورو د مرستې ګټو ته حيران شئ.

۹- په حال کې ژوند وکړئ
که غواړئ په ځان فشار کم کړئ؛ نو هڅه وکړئ چې د پرون ورځې نا آرامي او د سبا ورځې اندېښنه له ځانه لېرې کړئ.
په دې ترتيب به يواځې د اوس ستونزې ووينئ او نور به اړ نه يئ چې درې برابره فشار په ځان وزغمئ.

۱۰- ايميل مو يو ځل وګورئ
که غواړئ چې فشار درباندې کم شي؛ نو خپل ايميل مو له يو ځل زيات مه ګورئ؛ همدارنګه ټولنيزې رسنۍ او نور سايټونه هم له يوځل زيات مه ګورئ.
که داسې ونه کړئ؛ نو ډېره انرژي او وخت مو بې ځايه مصرفېږي او ضرر درسېدلی شي.
که چېرته دا امکان نه لري؛ نو لږ تر لږه هڅه وکړئ چې هغه وخت کې چې د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره ډېره انرژي او حوصله لرئ؛ دا کار وځنډوئ.

۱۱- ايميلونو ته لنډ ځوابونه
هڅه وکړئ چې په مجازي اړيکو کې مو ځوابونه لنډ او چټک وي؛ نور په ډې اړيکو او ځوابونو مو ډېر وخت مه ضايع کوئ.
حتی کولای شئ د ځواب ځينې برخې مخکې له مخکې وليکئ او ګټه ترې واخلئ؛ دا درسره مرسته کوي چې ايميلونو ته په ځواب ورکولو مو لږه انرژي او لږ وخت ولګوئ.

۱۲- د کار او دمې تر منځ پوله
آيا ستاسې لپاره مهمه نه ده چې وخته مو کار خلاص شوی او بايد استراحت وکړئ؟
آيا کارونه مو له ځانه سره کور ته وړئ او هلته يې کوئ؟ آيا د اونۍ پای مو د کارونو کولو ته ځانګړی کړی؟
دا کارونه د دې سبب کېږي چې په تاسې زيات فشار راشي.
مه هېروئ چې ښه کار له ښه استراحت سره تړلی دی؛ نو د دوامداره کار په ځای هڅه وکړئ چې په دمې سره د ښه کيفيت کار وکړئ.

۱۳- د انرژۍ دا درې اصلونه په پام کې ونيسئ
د دې درې طلايي قوانينو سره به مو ژوند له انرژۍ او کيفيته ډک شي او ښه به مخکې لاړ شئ.
دا درې قوانين پوره خوب، ورزش او د ښې غذا خوړل دي.
دا نظريه کاملاً مؤثره ده او يوه متفاوته نړۍ ستاسې لپاره جوړولی شي او په تاسې د فشار کمولو کې هم پوره رول لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران