د زوی د نیمه سلیزې په خوښۍ کې پلار خپل ژوند بایلود

د سریلانکا ځوان ښي لاسي توپ وهونکي پرون د بنګله دېش خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پنځوسیزه ووهله او د هغه د پنځوسیزې په خوښۍ کې یې پلار ژوند بایلود.
د سریلانکا د کرکټ بورډ پخواني مشر تېلانګا سوماتېپالا ویلي، ما د فرنېنډو پلار ولید، چې په ناروغ ځان د خپل زوی لوبې ته ولاړ و او ننداره یې کوله؛ خو د زوی له نیمه سلیزې وروسته هغه ناڅاپي راولوېد او امبولانس ته یې پورته کړ.
کرېک ټرېکر لیکلي، چې د فرنېنډو پلار د خپل زوی د ۸۲ منډو د جوړولو په خوښۍ کې ژوند له لاسه ورکړ، دا پېښه د نیوزیلېنډي جیمي نېشم د روزونکي تر مړینې دوه اوونۍ وروسته وشوه.
لا د جیمي نېشم تراژیدي نه وه ختمه، چې فرنېنډو په غم واوښت.
جیمي نېشم هغه وخت د نړیوال جام په پایلوبه کې د سوپر اوور پرمهال شپږیزه وهلې وه، نو د هغه روزونکي له دغې شپږیزې په خوښۍ کې ژوند بایلود او پرون عینې چاره له سریلانکایي فرنېنډو سره وشوه.
د یکشنبې په ورځ اوېشکا فرنېنډو د بنګله دېش په ۲۳۸ منډو هدف پسې اوپننګ ته راښکته شو، فرنېنډو له اوپننګ لکه دېوال ولاړ و او د بنګله دېش هر ډول بالرانو مخه یې وکړه، په ۷۵ توپونویې د ۹ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۸۲ منډې وکړې.

د فرنېنډو د بریالي اوپننګ په مرسته سریلانکا، بنګله دېش ته په پنځه څلوېښتم اوور کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه، سریز سریلانکا دوه د صفر پر وړاندې مخته یوړ، د دواړو لوبډلو دریمه لوبه په سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۳۱ مه نېټه ترسره کېږي.
فرنېنډو په نړیوال جام خورا مثبت لوبغاړی و، ډېر ښکلي سټایلېش شاټونه یې لوبول، د ویسټ انډیز خلاف یې ۱۰۴ منډې وکړې.
فرنېنډو د بنګله دېش خلاف د خورا زبردستې توپ وهنې وروسته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله؛ خو پلار یې په خوښۍ له لاسه ورکړ.
فرنېنډو او لوبې یې
اوېشکا فرنېنډو په ۱۹۹۸ م کال کې د اپریل په ۵ مه نېټه د سریلانکا په واډو وا سیمه کې زېږېدلی دی، اوسمهال ۲۱ کاله عمر لري.
نوموړي ټولې ۱۲ یو ورځنۍ لوبې کړي او په دغو لوبو کې یې ۴۳۷ منډې جوړې کړې دي، چې لوړې منډې یې ۱۰۴ دي او دا یې هم د ۲۰۱۹ م کال  په نړیوال جام کې د ویسټ انډیز خلاف کړې وې.
۲۰۱۶ م کال کې د سریلانکا لپاره نړیوالې یو ورځنۍ لوبې پیل کړي دي.