Advertisements
سیاست

په لرغوني مصر کې د فرعوني نظام سیاسي افکار

لیکنه: ياران

لیکنه: هدیه فاروقي

ټول بشر په ځانګړې توګه مسلمه امت ته په کار ده چې د حق او باطل تر منځ تفکیک وکړي او په دې هم باید پوه شي، چې د نړۍ په تاریخ کې چا د حق او چا د باطل لپاره مبارزه کړې او د چا افکار او عقاید د حق او باطل په لاره کې بریالي شوي دي؟ له همدې امله لازمه ده چې موږ باید د باطل پرستو او د باطلې عقیدې لرونکي اشخاصو د عقیدوي افکارو تر څنګ د هغوی سیاسي افکارو باندې هم پوه شو چې هغوی د حق په وړاندې څومره شومه تګلاره غوره کړې وه او په بشر یې څومره منفي اغېزې پرېښې دي، چې له دې جملې څخه یو هم د وخت فرعون و، چې ټولې نړۍ ته یې تاریخ او پایله لکه رڼې اوبه داسې روښانه ده.

لرغونی مصر: لکه څنګه چې مصر یو له مشهورو او مخ پر ودې هېوادونو له جملې څخه دی، چې د نیل رود په دره کې د افریقا ختیځ لورې ته پرته سیمه ده. د لرغوني مصر تمدن په ۱۳۵۰ قبل میلاد کې یعنې هغه وخت چې دوه قلمروونه د (سفلی مصر او علیا مصر) د لومړني فرعون تر تسلط لاندې د سیاسي وحدت بڼه غوره کړه، پیل شو. مصر د اهرامونو په لرلو سره اوس هم د نړۍ د کلتوري میراث پلازمېنه ګڼل کېږی. لرغونی مصر لمړنی هېواد دی چې د کتابت اساسات یې وپېژانده. د مصر تمدن د لیک لوست په برخه کې یې هم د یادونې وړ نوښتونه رامنځته کړل، چې لومړي ځل لپاره یې انځوریز لیک خط (هیروګلیفي) اختراع کړې او سمبولیک لیک یې په حروفو تبدیل کړ.

په نوموړي هېواد کې مختلف مدنیتونه تغیر او تبدیل شوي دي دا سرزمین د فرعونیانو د تمدن لرغونی ځای و. همدارنګه اغریقي، روماني، قبطي، او اسلامي مدنیتونه د مصر په لرغوني هېواد کې انتشار او خپاره شوي دي، لاس ته راغلي اثار او شواهدو څخه داسې معلومېږي چې په دغه لرغوني مصر کې سیاسي تحولات او سیاسي نظامونه تېر شوي او مختلف سیاسي فعالیتونه د ملتونو او دولتونو ترمنځ وجود درلودل چې یو له دې سیاسي نظامونه څخه هم د فرعون سیاسي نظام و، چې دلته په لنډو کرښو کې ترې بحث کېږي.

د فرعون سیاسي نظام:
د فرعون کلمه له تکبر او تجبر څخه اخستل شوې ده، د مصر فرعونیان عبارت د هغې سلسلې څخه دي چې د څلور زره قبل میلاد (۴۰۰۰ق م) کلونو څخه تر رومیانو سلطې پورې یې پر مصر حکومت کړی دی.

د فرعونیانو د حکومت ځانګړتیاوې دا وې چې فرعون په مطلق ډول پر حکومت او د دولت پر امورو حاکمیت درلود. فرعون د ټول مصر مالک د خلکو روحي استازی، د خلکو او معبودانو تر منځ د اړیکو ټینګوونکی و. فرعون د ټولو نظامي قواو مشر او هر کار یې چې څنګه غوښته، هماغسې یې تر سره کاوه؛ هیڅوک د هغه د فرمان مانع کېدای نه شو، چې له همدې امله یې د الوهیت دعوا کوله.

لومړني وزیر او یوې اداري کابینې د فرعون سره په نظامي امورو کې مرسته کوله، د فرعونیانو په وخت کي حکومت میراثي و؛ یعنې کله به چې یو فرعون وفات شو نو د هغه پر ځای به بل فرعوني د حکومت واګي په لاس کې نیوله یا په بل عبارت د فرعونیانو د کورنۍ څخه به بل فرعون قدرت لاس ته راوړه، چې د فرعونیانو سلسلې ۳۰ دورې په مصر کې حکومت کړی دی.

فراعنه په مصر کې د مطلق قدرت حکمراني کوله د هغه هره خبره د قانون حیثیت لرله؛ بدون د چون او چرا د هغه اطاعت کېده او د حکومت بڼه یې میراثي وه.

فرعونیانو نه یوازې دا چې ملت له سیاسي نظره؛ بلکې له روحاني او مذهبي پلوه هم کنترولوه. فرعون هم د مصر د سلطان په عنوان او هم د خدای د زوی په نوم په مصر مرکزي حکومت چلوه. فرعون چې سیاسي قدرت درلوده، داسې څرګندېدله چې د مصر عظمت او شکوه مستقیماً د فرعون پورې ټړلې وي. د مصر د ځمکو ډېرې برخې د فرعون پورې ټرلې وې چې هغه یې د میراث او ځمکو د فتحې څخه لاسته راوړې وې. فرعون د ټولو ځمکو د محصولاتو مالک و، ځکه مصریانو پولي نظام نه درلود؛ مالیات یې د غنمو او اوربشو د اوبو، شرابو او میوو په شکل لاسته راوړل چې فرعون د دغو عوایدو څخه د سلطنتي کارمندانو، صنعتګرانو او متقاعدینو معاشونه ورکول. د ځمکې په مخ ټول کارونه د رعایاوو په واسطه ترسره کېدل. فرعون د خپل مطلقه قدرت د ساتنې لپاره په مصر کې روزمره تجارت او مرکزي حکومت رامنځته کړی و.

فرعون په مطلق العنانه توګه ځان خدای ګاڼه او د ځان څخه یې وروسته وزیر مقرر کړی و چې په ځینو چارو کې لکه د مالیاتو راټولول د کرنې او ابیارۍ سیستم ساتنه او قضایي نظام اداره کول یې په غاړه ول او فرعون ته ځواب ورکوونکي ول.

د وزیر د فرمان لاندې ۶ کسیز هیئت موجود وو چې د وزیر او فرعون با اعتماده او پوهه اشخاص ول؛ د شپږ کسیز هیئت څخه یې څو تنه په قضایی چارو او قوانینو باندې نظارت درلود او پاتې نورو یې په اقتصادي اجرایي امورو کې د هېواد په راس کې قرار درلود او د دې هیئت مسوولینو وزیر ته د خپلو وظایفو رپوټ ورکاوه. فرعون د هغه درنو مالیاتو په بدل کې چېې ملت څخه یې اخیستل، خدمات ترسره کول او د خلکو څخه یې مالیات د جنس په توګه اخیستل. د فرعون نظامي قوه چې د هغې فرماندهي یې په غاړه وه چې د هغوی په واسطه یې د هېواد داخلي امنیت او سرحداتو څخه د دفاع په خاطر او همدارنګه د دښمنانو په مقابل کې یې ترې استفاده کوله.

په لرعوني مصر کې د فرعوني نظام سیاسي افکار د قرآني ایتونو له مخې:
قرانکریم په پوره وضاحت سره فرعوني سیاست او تګ لاره بیان کړې ده، د فرعون هغه کړنې چې د حق پر وړاندې یې د موسی (ع) په دوران کې تر سره کړي دي څومره بدې کړنې دي او د ټولنې بربادۍ لپاره څومره بده تګلاره لرله.
د نمونې په څېر يې دغه لاندې څو سياستونه وړاندې کوم:
او الله تعالی په قرآنکريم کې فرعون ته په خطاب کې فرمايي:
۱- (فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ – يونس92(
ژباړه: نو نن ورځ به (وروسته ستا له هلاکته) مونږ ستا بدن وژغورو تر څو د خپل وروستي نسل لپاره يوه نښانه شې او بې شکه چې ډېر انسانان زمونږ له نښانو څخه په لاپروايۍ کې دي.

۲- پر مخالفينو د درواغو او کوډګرو تور لګول (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ 23 إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ كَذَّابٌ – 24 الغافر)
ژباړه: يقيناً مونږ موسی له خپلو څرګندو نښانو او سند سره فرعون، هامان او قارون ته ولېږل، دوی ويل دا ګوډګر او دروغجن دي.

۳- د مخالفینو متهم کول په دې چې د خلکو دين تغيروي (إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ – 26 الغافر)
ژباړه: زه وېرېږم چې دی به ستاسو دين بدل کړي.

۴- خپل ځان یې زړه سواندی او د خلکو رهنما باله (َقالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلاَّ مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلاَّ سَبِيلَ الرَّشَادِ 29 الغافر)
ژباړه: فرعون وویل؛ زه خو تاسې ته همغه رأيه درکوم چې ماته مناسبه ده او زه تاسې ته د هغې لارې لارښوونه کوم کومه چې سمه ده.

۵- پر مخالفينو فشار وروستل د وژنې او د اولاد نه د محروميت له لارې (قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاء الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ 25 الغافر)
ژباړه: کومو کسانو چې ايمان ورباندې راوړی او له ده سره ملګري شوي د هغوي زامن ووژنئ.

۶- د ټولنې توان لرونکي قشر له منځه وړل او پر ځای يې واک عاجزو او ناتوانو ته سپارل (يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ 49 البقره)
ژباړه: ستاسې زامن يې حلالول او ستاسې لوڼې يې ژوندۍ پرېښې وې.

۷- خلک په فقر او خوارۍ کې اخته کول تر څو اطاعت ته مجبور شي (فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ الزخرف)
ژباړه: هغوی خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی د هغه اطاعت وکړ.

۸- حکومت له فاسقو خلکو جوړول (َأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 54 زخرف)
ژباړه: هغوی اطاعت وکړ په حقيقت کې هغوی فاسیقان خلک وو.

۹- د خلکو وېرول چې ګورﺉ مخالفين مو ټولنه له منځه وړي او تاسې له خپل ملک څخه شړي (يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ 110 الاعراف).
ژباړه: هغه اراده لري چې تاسې له خپلې خاورې وشړي.

۱۰- د مخالفانو د مرستی لپاره کلکې وعدې د محاصرې او بدې ورځې پر مهال (لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ 134 اعراف)
ژباړه: نو اوس له مونږ څخه دغه سختي لرې کړه نو مونږ به ستا خبره ومنو او بني اسرائيل به ستا سره ولېږو.

۱۱ – د محاصرې او ناتوانۍ د خلاصون نه ورسته د کړو وعدو ماتول (فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَى أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ 135 اعراف).
ژباړه: خو کله به چې مونږ له هغوی خپل غذابونه د يو څه ټاکلي وخت لپاره چې هغوی ته په هر حال ور رسېدونکي وو لرې کړل نو هغوی به کاملاً له خپلو وعدو واوښتل.

۱۲- پر مخالفينو احسان بارول که يې پخوا څه نېکي ورسره کړې وي (قَالَ أَلَمْ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدًا وَلَبِثْتَ فِينَا مِنْ عُمُرِكَ سِنِينَ18 شعرا).
ژباړه: فرعون وويل آيا مونږ ته د ځان سره د اولاد په څېر نه وې پاللی تا د خپل عمر ډېر کلونه له مونږ سره تېر کړل.

۱۳- د مخالفانو وېرول په زندان کې (لأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ 29 شعرا)
ژباړه: تا به هم له هغو کسانو سره شامل کړم، کوم چې په زندان کې پراته دي.

۱۴- په ټولنه کې تفرقې اچول (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلاَ فِي الأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا 4 قصص).
ژباړه: يقيناً چې فرعون پر ځکه کې سرکشي وکړه او د هغې اوسېدونکي يې پر ډلو ووېشل.

فرعون په خپل اند او عقیده، ځان د بشر د حقوقو مدافع باله او د بشر حقوقو ته یې ډېر درناوی درلود، د بشري امنیت او سوکالۍ لپاره یې خپل ټول دولتي امکانات، فوج او لښکر په کار اچولي وو او بشر لپاره یې د ځمکې پر مخ داسې جنت جوړ کړی و چې د موسی(ع) د الهي جنت مقابله یې کوله څه وخت چې موسی(ع) خپل امت ته د توحید بلنه ورکوله او ورته ویل یې چې تاسې د الله (ج) وحدانیت او زما رسالت ومنئ نو الله (ج) به تاسې ته په اخرت کې جنتونه درکړي، داسې ښکلي جنتونه چې تر ونو او قصرونو لاندې به یې ویالې بهېږي نو فرعون بشریت د موسی(ج) د متابعت څخه راګرځاوه او داسې به یې ورته ویل چې تاسو د موسی (ع) په خبره مه تېروځئ، ځکه چې هغه د جنت تشې وعدې درکوي، تاسې زما حاکمیت ته سرونه ټيټ کړئ ځکه ما تاسو ته جنتونه جوړ کړي دي تاسې وینئ! او دا ویالې دي چې زما تر قصرونو لاندې بهېږي. د فرعون په اند یوازې فرعون د فرعون درباریان او د فرعون خپل قوم (قبطیان) بشر بلل کېدل او د هغوی د بشري حقوقو درناوی یې کاوه ځکه په حکومتي یا سیاسي نظام کې یوازې قبطانیانو ونډه اخیسته او حق یې لره او بس. د فرعوني نظام ټول د قبطیانو څخه جوړ شوی و، بني اسرائیل د فوعون په اند د بشر د فهرست څخه ایستل شوي وو نو ځکه هغوی د بشر د ټولو حقوقو څخه بې برخې شوي وو، نو پر همدې اساس هغوی نه په سیاسي چارو کې حق لاره تر څو د خپلو ارادو مطابق سیاسي نظام ولري او نه د شتمنۍ او ملکیت حق ورکول کېده، بلکې درانه کارونه به یې پرې کول او د قبطیانو د خادمانو کار ترې اخیستل کېده. فرعون ته چې کله د خپلو جادوګرانو له خوا وړاندوینه وشوه چې د بنو اسرائیلو د یو ماشوم په لاس به ستا سلطنت او واکمني ړنګېږي نو ده د خپلې واکمنۍ د بقا لپاره بني اسرئیلو په زرګونو ماشومان حلال کړل.

اخذ لیکونه:
http://tahoor.com/fa/Article/View/113142 -1
http://farsi.khamenei.ir/newspart-index?tid=1687 -2
http://daneshnameh.roshd.ir/mavara/mavara -3
4- http://dragonred.blogfa.com/post-236.aspx
-5 تاریخ افکار سیاسي (دکتورعنایت الله خلیل هدف(
6- سینوهه (د فرعون د ځانګړی طبیب یادښتونه له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله وړاندي)
7-http://seemorgh.com/culture/history-and-civilization/history-and-civilization-of world/25340-25340

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران