مارچ 7, 2021

د افغان سینما تجربه لرونکی لوبغاړی ومړ

Advertisements
خبريال: مدثر دعوت

د افغان سينما تجربه لرونکی لوبغاړی حشمت فنايي د ۷۲ کلونو په عمر وفات شو.
د حشمت نعيمي زوی مسعود نعيمي د خپل پلار مړينه تایيد کړې او وايي چې پلار يې له ډېر وخت راهيسې د شکرې ناروغي لرله چې د چهارشنبې پر ورځ يې ساه ورکړه، خو ځينې راپورنه وايي چې فنايي د کرونا ويروس له کبله مړ شوي دی.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3086941728051719&substory_index=0&id=100002077677273
حشمت فنايي لومړنۍ زده‌کړې په کندز ولايت کې کړې دي او وروسته د لوړو زده‌کړو لپاره روسيې ته ولاړ او هلته يې د هنر په برخه کې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړي کړې.
فنايي په ۱۳۵۲ ل سينما ته راغی او د کندز ولايت په ناشر ننداره کې يې کار پيل کړ، چې په ۱۳۵۷ لمريز کال کې يې د اريانا سینما غړيتوب ترلاسه کړ.

نوموړي په ګناه، فرار، حادثه در راه، دختر با پراهن سفيد، صبور سرباز او د باليووډ سېنما په کابل اکسپريس مشهورو فلمونو کې کار کړی.
فنايي څو لسيزې د سينما او هنر په برخه کې نه ستړي کېدونکې خدمتونه کړي.
په ۱۳۷۱ ل کې له خپلې کورنۍ سره يوځای هندوستان ته مهاجر شو او هلته يې د باليووډ په سینما کې په سريالونو او فلمونو کې کار وکړ چې ګريټ متا، جسي کې راني يې د يادولو وړ فلمونه دي.
د حشمت فنايي په مړينه ډېريو افغانانو خواشیني څرګنده کړې او د نوموړي مړينه يې د سينما او تياتر په برخه کې لويه ضايع بللې.
اروښاد فنايي په ۱۳۲۷ ل کې په کابل کې زېږېدلی و.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ