ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ښځو او نارینه و پر فزیکي توپیرونو سربیره د دوی ترمنځ د رواني جوړښت له پلوه هم ګڼ د حیرانتیا وړ توپیرونه شته.
بیولوژېستان او څېړونکي له بې شمېره څېړنو او ارزونو وروسته، دې پایلې ته ورسېدل، چې د نارینه او ښځو فکري او ذهني چلندونه په ذاتي توګه له یو بل سره توپیر لري او د جنسیت تر اغېزې لاندې، له یو بل څخه په توپیري توګه کړنې ترسره کوي.
د دې لیکنې په دوام د ښځو او سړیو ترمنځ په ځینو توپیرونو باندې رڼا اچوو:
۱ ـــ د واده د مسایلو په اړه د نرانو او ښځو لید لوری، له یو بل سره په بشپړه توګه توپیر لري. هرومرو مو اورېدلي دي، چې په ښځو کې د واده اړیکه له مثبتو عواطفو او احساساتو سره غوټه شوې ده، په داسې حال کې، چې په نرانو کې، تر ډېره فزیولوژیک اړخ لري، دا ښایي د ښځو او نرانو ترمنځ مهم توپیر وي، چې ډېری وخت په ګډ ژوند کې نالیدلی پاتې کېږي او اندېښنې را منځته کوي.
۲ ـــ ښځې په تشریفاتو باندې میینې دي، خو نارینه ډېر کم تشریفاتي دي.
۳ ـــ خپلواکي او استقلالیت د نارینه و لپاره ډېر زیات ارزښت لري.
نران غواړي، چې د مالي مسایلو، معاملاتو او دې ته ورته نورو مسایلو په اړه، په خپلواکه توګه کړنې ترسره کړي، د مېرمنې مخالفت او یا دې ټکي ته نه پام کول، کولای شي، په ګډ ژوند کې ستونزې او خنډونه را منځته کړي، ځکه نر داسې تصور کوي، چې د خپلواکۍ احساس یې زیانمن شوی دی.
۴ ـــ ښځې اړیکه جوړول غواړي، نندارې او کتو ته لېوالتیا لري، او په لیدو کتو کې له ځانه ډېر استعداد څرګندوي.
نران موخه لرونکي دي، کړنې او ارزونې ته ډېره لېوالتیا لري، د دلیل او منطق د وړاندې کولو لپاره ډېر استعداد لري.
۵ ـــ ښځې غواړي، چې ترې ملاتړ وشي او دې ملاتړ ته ډېر زیات ارزښت ورکوي.
که چېرې کومه ښځه دا احساس کړي، چې د خاوند له لوري یې ورته پام نه کېږي، نو ډېره زیاته خواشینې کېږي او شدید عاطفي غبرګونونه څرګندوي، ځکه هغه څه چې د ښځو لپاره ارزښت لري، دا دي، چې داسې احساس وکړي، چې خاوند یې دوی ته درنښت کوي، پرته له ځنډه دوی ته پام کوي، خوشالي، سوکالي، نېکمرغي او باورنه ورته ډېر زیات مهم دي.
۶ ـــ ښځې د خپلو خاوندانو نفوذ په ډېرې آسانۍ سره مني، خو نران د ښځو د نفوذ پر وړاندې له ځانه مقاومت ښکاره کوي.
۷ ـــ د نرانو لپاره د کور مدیریت ډېر مهم دی.
کابو په ټولو فرهنګونو کې، نر د کورنۍ د لومړي ځواک په توګه پېژندل شوی دی. نران غواړي، چې د کورنۍ اصلي هسته او ستنه وي او په هغو کورنیو کې، چې ښځه د خپل خاوند له نظر او مشورې پرته تصمیم نیسي، معمولاً ډېرې ستونزې لیدل کېږي، چې د سړیو په ځان د باور ځپل، کولای شو یوه له دې اندېښنو څخه و ګڼو، البته دا چې نارینه د کورنۍ لومړی ځواک وي، په دې مانا نه ده، چې نارینه د یوه دیکتاتور په رول کې را څرګند شي، بلکې له دې مسئلې څخه موخه هغه مدیریت دی، چې باید نارینه یې پر غاړه واخلي.
۸ ـــ د غوسې په پرتله د ښځو وېره زیاته ده او نران تر دې چې وډار شي، ډېر غوسه کېږي.
۹ د ښځو لپاره خبرې کول او ټولنیزې اړیکې ډېرې مهمې دي.
ښځې په را ټولېدلو او خبرې کولو سره، خپلې ډېرې اندېښې، خواشینۍ او اروایي فشارونه تشوي او له منځه یې وړي. د نارینه و په پرتله، په ښځو کې له ټولنیزو اړیکو او خبرو کولو سره لېوالتیا ډېره زیاته ده، نو په همدې دلیل کله چې د دې ځانګړنې په اړه د نر او ښځې درک او معلومات کمزوري وي، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې هغوی به په ګډ ژوند کې له ناسمو پوهاویو سره لاس ګرېوان کړي.
۱۰ ـــ ښځې د اروایي کړاو په پرتله له ځانه د بدني کړاو په وړاندې ډېر صبر او زغم ښکاره کوي او نارینه د اروایي کړاو په وړاندې له ځانه ډېر مقاومت څرګندوي.
۱۱ ـــ د مسایلو په وړاندې د نارینه و لید بشپړ دی.
نارینه معمولاً جزئیاتو او ظریفو ټکو ته ننوځي، په داسې حال کې، چې ښځې په اړیکو او نورو مواردو کې جزئیاتو او وړو ټکو ته پام نه کوي. معمولاً د نر او ښځې دا ځانګړنې د دې سبب ګرځي، چې ښځه داسې تصور وکړي، چې سړی د ډېری مسایلو په اړه ځیرک نه دی او ورته پام نه کوي او نارینه تل خپله ښځه حساسه او ځیرکه ګڼي، چې تل خپل ذهن په وړو او کم ارزښته مسایلو باندې بوخت ساتي.
۱۲ ـــ ښځې هڅه کوي، چې زامن یې تل هوسا او راضي وي.
نارینه خپل زامن د خپلواکۍ، خطر او سختیو په وړاندې د مقابلې لپاره چمتو کوي.
۱۳ ـــ د نارینه و لپاره جسمي جذابیت او منظم والی ډېر زیات ارزښت لري.
نارینه د ښځو په پرتله ډېر زیات د ښځو د جسمي جذابیت او منظم والي تر اغېزې لاندې راځي، چې دا هم د هغوی له یو بل مهم توپیر څخه ګڼل کېږي.
۱۴ ـــ مور، له خپلو ټولو اولادونو سره کابو یو شان مینه لري؛ د هغې مینه په اطاعت او استعداد پورې مشروطه نه ده.
پلرونه له خپلو هغو اولادونو سره ډېره زیاته مینه لري، کوم چې د دوی خبرو ته غوږ نیسي او په خپلو درسونو او مسلک کې بریالي وي.
۱۵ ـــ ښځې د سړیو په پرتله ډېرې عاطفي دي.
یو تر ټولو عمده توپیر، چې د ښځو او سړیو ترمنځ شته، د ښځو عاطفي اوسېدل دي او دا هغه هیله ده، چې ښځې یې له نارینه و څخه هم لري، د بېلګې په توګه: هغه ښځه، چې تل او په دقیقه توګه د واده نېټه، د خاوند د زېږېدو نېټه او دغه راز له خپل خاوند سره د آشنا کېدو ځای په یاد لري او د هغو په مناسبت د خپل خاوند لپاره ډالۍ هم چمتو کړي، کله چې له خپل خاوند سره مخامخ شي، چې د دې مسایلو په اړه بې پامه یا هېرجن دی، له هر څه څخه په دې اړه زیات فکر کوي، چې خاوند یې ورته لېوالتیا نه لري او ارزښت نه ورکوي.
۱۶ ـــ ښځې د خاوند په ټاکلو کې، ډېری مسایل لکه: مالي وضعیت، راتلونکې، ټولنیز او دنده ایز موقعیت او دې ته ورته نور مسایل په پام کې نیسي.
نارینه د ښځو په پرتله، په چټکه او آسانه توګه د خپلې خوښې پېغلې سره د واده کولو په لټه کې کېږي.
۱۷ ـــ د خبرو اترو پرمهال د ښځو په څېره کې د وېرې، غوسې، حیرانتیا، آرامتیا، ژور خپګان او خوند حالتونه په آسانۍ سره تر سترګو کېږي او نارینه د اورېدلو پرمهال ډېر آرامه او په څېر کې یې ډېر بدلون نه را منځته کېږي.
۱۸ ـــ کله چې ښځې غم لړلي او اندېښمن افکار لري، نو د نارینه و په پرتله له ځانه ډېر هیجاني او احساساتي غبرګونونه ښکاره کوي او سړي له غم لړلو او اندېښمنو افکارو سره د مخامخ کېدو پرمهال خپل احساسات نه څرګندوي او یا یې هم ډېر کم ښکاره کوي.
د ښځو او سړیو د خصوصیاتو او ځانګړتیاوو له پرتله کولو څخه کولای شو لاندې پایلې تر لاسه کړو:
۱ ـــ ښځې او نارینه یو د بل بشپړونکي دي؛ د نارینه و ځانګړنې، د ښځو نیمګړتیاوې او د ښځو ځانګړتیاوې د نارینه و نیمګړتیاوې پوره کوي.
۲ ـــ کله چې ښځه او سړی یو د بل په توپیرونو باندې پوه شي او وې مني، نو د هغوی ترمنځ پیاوړې اړیکه ټینګېږي او مینه د غوړېدا فرصت تر لاسه کوي.
۳ ـــ د ښځو او سړیو ترمنځ په ځانګړتیاوو باندې نباید فکر وکړو، چې د سړیو ځانګړتیاوې له ښځو څخه غوره دي او یا برعکس. ښایي هر یو په یوه ځانګړتیا کې غوره وي او په بله ځانګړنه کې داسې نه وي.