ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د خفګان احساس او د بې سببه زړه تنګون لاملونه

لیکنه: مهر تاج

داسې هېڅ زړه تنګون یا خفګان وجود نه لري، چې علت او سبب ونلري؛ دا انسان دی چې د اظهارولو/ ښکاره کولو جرئت یې نه لري.

کله چې د درد څپه پرې زور شي بیا ووایي، هسې چټي پټي مې زړه خفه دی، هېڅ بې هېڅه مې زړه تنګ دی.
ـ نه، دوی هسې چټي پټي دروغ وایي!

دا یو روحي یا رواني تکلیف دی، چې موږ ټول ورسره مخ او پرې اخته یو.

هغه کوم لاملونه دي چې انسان په یاده ناروغی اخته کېږي!؟

احساس دی؛

ـ احساس لکه د هوا څپه داسې ده، چې درباندې راغله باید هماغه وخت یې تنفس، تېر او بېرته خارج کړې، که ګوګل کې پریښودل شي اظهار او څرګند نشي، له اړوند شخص سره شریک نشي، د زړه تنګۍ او ډېپریس(ژور خفګان) سبب ګرځي.

ځیرک اشخاص د خپل زړه تنګون یا خفګان په علت ښه پوهېږي او ځینې چې قصدي نه غواړي ځان پوه کړي یا هم هیرجن وي. وجه یې دا ده:

مثلاً، یو څوک له یو داسې څه نه رنځېږي، چې له وسې یې پورته وي، ورته ځورېږي.
یو څوک له چا/څه کرکه/ نفرت لري، مګر ښکاره کولای یې نشي، څومره چې پرې وخت تېریږي هماغومره زیاتېږي.

یو څوک له چا / څه سره مینه/ هيله لري؛ لاسته یې راوړلای یې نشي، احساسات یې ورځ تر بلې لوړېږي او ذهن یې ګډوډېږي، روحاً یو ځای او فکراً بل ځای وي یا په بل عبارت، جسماً دلته او فکراً بل ځای وي…

دغه شان نور ټول هغه عوامل چې د انسان د وجود مرکز یانې زړه پورې مربوط وي، احساس او عواطف؛ که په خپل ځای، وخت او زمان، اړوند شخص ته اظهار نشي په زړه کې ډب کېږي او د وخت په تېریدو د درون دنیا پرې تنګه شي د بهر وتلو لارې پلټي، که انسان پرې حاکم او لارې یې بندي کړای شي، د وخت په تېریدو یې انسان هېروي، خو دا چې زړه کې په زوره دفن شوي وي؛ ناڅاپي او بې خبره چاودنه کوي، چې دا چاودنه یا د خفګان ورېځ په انسان خپره او یا هم د زړه تنګون څپه په زړه خپروي او په ظاهر یې اثرات څرګند شي، چې علت او سبب بیا ترې هېر وي.

همدا راز ځینې اشخاص بیا یاد تکلیف برعکس لري، بې علته او بې سببه یې زړه خوشاله وي، غواړي په زوره زوره وخاندي، له ژوند او طبیعت خوند واخلي، ټوکي وکړي، شوخې وکړي یا…
دوی هغه احساسات چې په خپل درون کې دفن کړي وي او کله ناڅاپه ورته ورسېږي، هیلي یې پوره شي بیا له یاد حالت سره مخ کېږي، مست وي.

لوی لامل او اساسي وجه یې دا ده چې؛
موږ هغه څه چې کول او ویل غواړو، د « خلک به څه وایې او خلګ به څه فکر کوي له وجهې» نه یې د ویلو جرئت لرو او نه هم د کولو، برعکس تمثیلي ژوند کوو، هغه څه وایو چې هغسې نه غواړو او هغه څه کوو، چې موږ یې کول نه غواړو، نه پرې خوشالېږو یوازې د نورو خلکو د خوشالولو لپاره یې کوو.

له عنوانه به سره لېري نه ځو، د زړه تنګون او خفګان د مخنیوي علاج؛

ـ مه د خپلې ژړا مخه نیسئ، مه د خندا. که زړه مو ډک و، ماتې سره مخ شوي وئ، درد درته رسېدلی وي، ګیلې لرئ، نو داسې ارام او تنها ځای ته لاړ شئ، چې هلته راحت خپلې د زړه خبرې په زوره زوره وکړ ای شئ، په چیغو چیغو وژړلای شئ.

که د چا ترې کرکه، کېنه، نفرت یا ګیلې لرئ، ولې یې لرئ؟
له ځانه یوه پوښتنه وکړئ “ولې؟ ”
د همدې ولې د ځواب لپاره یاد شخص ته ورشئ، ورسره کښېنئ او خبرې وکړئ، په خبرو کې ورته د زړه خبره وکړئ، د یو ساعت خبرو وروسته به د ولې ځواب پیدا او د یاد شخص په هکله به مو فکر تغییر شي، دا ځکه؛
موږ تل زړه ته هغه څه اچوو چې په شکونو بنا وي، زموږ ګمان وي، شک او ګمان په خبرو او یو ځای کښېناستلو سره له منځه ځي.

که د کوم چا سره مینه لرئ د اظهار له پایلو وېرېږئ، چې پایله به یې د جدي برخورد یا جدي عکس العمل، منفي ځواب سره مخ شي، له دغې و ېرې ځور په غاړه ګرځوئ، نو د همدې “ځور امېل ” نه د خلاصون لپاره ورسره مخامخ شئ، هر څه ورته ووایست، پایله یې چې هر څه وي، حداقل د درون له عذاب او ځور نه به ازاد وئ!
د “اۍ کاش” له سندرې ویلو خلاصېږئ، چې کاش یو ځل مې خپل چانس/ بخت آزمایلی وای، کاش چوپ پاتې شوی نه وی، کاش.. داسې.. مې کړي وې کاش… داسې… مې ویلای وی.
دغه “کاش” پخپله د ډېپرېشن لوی علت دی، له دې خپلواکي واخلئ!

دغه راز، که په کاروبار کې مو تاوان کړی وي، چاته مو زیان / ضرر رسولای وي، ناکامه شوي وئ، ظلم مو کړی وي، د وجدان عذاب باندې اخته وئ، د عاطفې زور وي؛ نو ضروري او حتمي ده چې داسې دوست، همراز او باوري شخص ولرئ، چې هغه درته غوږ کېږدي/ وخت درکولاي شي او تاسو ورسره د درون ټولې کیسې و احساسات بې تکلفه شریکولای شئ!

څومره چې زیات ورسره وغږیږئ هماغومره به مو د زړه بوج، خفګان کم او زړه تنګون به مو له منځه ځي.

وروسته له خبرو کولو به مو زړه؛ هسې چټي پټي خوشاله وي، ټوکي ټکالي، مسکا، په کړس کړس خندا به مو زړه غواړي. (هغه چې زړه له خلاصه او په زوره زوره خاندي د دوی دا هنر زده وي، چې څرنګه د درون غم پرې کم او خارج کړي)

« ژوند به درته ښکلی وي»
مه هېروئ چې د ډېپریس یا ژور خفګان او زړه تنګون یوازینی علاج احساسات څرګندول او له باوري شخص سره پرې خبرې کول دي!!!

خلاصه: ووایه! هغه ټول څه ویل او اظهارول زده کړه، چې زړه دې غواړي او وکړه هغه څه چې کول یې غواړې، ډېر نزاکتونه هم مه پالئ.

او د دې لپاره ځان د شک او بې باور ۍ له ګرداب څخه ویستل غواړي.

نوټ: ځینې خبرې په لوستلو هسې چټي افسانې او ناشونې بریښي، خو په عمل کې یې لویي تجربې وي!!!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ