روغه سټه وزش او تمرین

فېبروم ناروغي؛ ورزش ګټه که تاوان لري؟

ژباړه: نسیمه محمدي

فېبروم ((Fibrum فېبروئېد ((Fibroid  یا میوما Myoma))، غوښنې عضلې دي، چې معمولاً د رحم په دېوالونو کې وده کوي. فېبروئېدونه زیاتره سلیم (ناسرطاني) وي.

ممکن یوه مېرمنه یو فېبروئید ولري او بله مېرمن څو دانې جوړ کړي. فېبروم ممکن په کوچنیوالي یوه کوچنۍ دانې ته او په لویوالي د نارنج په اندازه وده وکړي.

ډېر کم داسې پېښېږي چې فېبروم لوی شي. روغتیاپال فېبروئېدونه د هغوی د ودې د محل اړوند درجه بندي کوي. نېږدې ۲۰ تر ۸۰ سلنه مېرمنې تر ۵۰ کلنۍ په فېبروم اخته کېږي.

زیاتره د ۴۰ hو ۵۰ کلنۍ ترمنځ پيدا کېږي. د علایمو نه شتون له امله ممکن روغتیاپال هېڅ راز درمل توصیه نه کړي. ولې د هغو مېرمنو اړوند چې د فېبروم نښې نښانې څرګندوي، د معمول سره د وضعیت تحمل ستونزمنوي.

images (1).jpg

کومې مېرمنې د فېبروم له ګواښ سره ډېرې مخ دي؟

عمر:

د عمر په ډېرېدو په فېبروم د اخته کېدو خطر زیاتېږي، خصوصاًً د ۳۰ او ۵۰ کلنۍ ترمنځ. فېبرومونه معمولاً د میاشتني عادت له قطع کېدو او د شنډتوب مرحلې ته د یوې مېرمنې په داخلېدو، کوچني کېږي.

کورنۍ مخینه:

د فېبرومي ناروغ موجودیت په کورنۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کېدو شونتیا زیاتوي. خصوصاً هغه مېرمنې چې مور یې دا ناروغي درلوده، د معمولي وګړو په پرتله درې برابره زیات دی.

چاغوالی:

تر ډنګرو په چاغو مېرمنو کې ډېر وي. هغوی چې ډېرې چاغې دي، تر معمولي مېرمنو دوه تر درې برابره زیاتې ورسره مخ کېږي.

د خوړو عادت:

د سرې غوښې او هغه غوښه چې په دود یا مالګې سره پخېږي، تړاو لري. معلومېږي چې د سبو او ترکارۍ ډېر خوړل په دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر کموي.

د نورو ناروغیو په څېر، ورزش او د بدن نرمښت او د فزیکي فعالیت درلودل د فېبروم د ودې په مخنیوي یا تشدید اغېز لري.

څېړنو ښودلې چې ورزش کوونکی مېرمنې په آسانۍ د دې ناروغۍ له عهدې وتلای او کنترولای شي. له خوښۍ سره ورزش کول او د دفاعي سیستم کنترولول په بدن د فېبروم جانبي عوارض لمنځه وړي. په فېبروم اخته ناروغې مېرمنې باید حتماً د یوه ورزشي پروګرام لپاره چمتوالی ونیسي.

images (2).jpg

آیا فېبروم ورزش کوونکو مېرمنو ته ستونزه هم پېښولای شي؟

نه. هغه فېبرومونه چې متوسط سایز لري او شمېر یې زیات نه وي، مېرمنې ته له ورزش سره ستونزه نه جوړوي.

یوازې څه چې د ستونزې لامل کېږي، هغه فېبروئېدونه، چې د رحمي حفرې بهر وي او یا د رحم د غاړې په څنګ کې وي، ممکن د ورزش پر وخت له غاړې تاو او له ډېر شدید درد سره وي، چې له جراحۍ پرته بله لاره نه وي.

غوره ورزشونه – چې د فېبروم ناروغاونو ته یې سپارښتنه کېږي – پیلاټس، تایچي، یوګا او لامبو وهل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.