Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له کومو څيزونو وېرېږئ؟ دلته مو په کې شخصیت وګورئ 

لیکنه: شپنه سلګۍ

راټولونه: شپنه سلګۍ

هره وېره ستاسې د شخصيت عکاسي کوي؛ دلته یې ولولئ

ـ له تيارې وېرېږئ؟

که له تيارې وېرېږئ، په شخصيتي لحاظ مثبت، خوشاله او د ستاينې‌وړ تخيّل درلودونکی فرد ياست. ستاسې مغز فوق العاده خلاق او نوښتګر دی او په همدې دليل، کله چې په يوه ساکت او تياره چاپېريال کې واقع شئ، سمدستي د پېچلو سيناريوګانو په جوړولو لاس پورې کوئ.

ـ په ډله کې يا د خلکو تر مخه له خبرو کولو وېرېږئ؟

د ټولنې تقريبا ۷۵ فيصده خلک په دې ډول وېره اخته دي. دا ډول خلک غالباً درون‌ګرا يا ځان کې بوخت وي او دا خوښوي چې خپل وخت په تنهايۍ او خوشالۍ کې تېر کړي. دوی کم شمېر دوستان لري خو همدا کم شمېر دوستان يې صادق او صميمي وي. دوی په دې وجه په ډله کې يا د خلکو تر مخه له خبرو کولو نه وېرېږي چې ګواکې خجالتي دي بلکې دا افراد له دې بې زاره وي چې د خلکو پام ورواوړي.

ـ له مار وېرېږئ؟

که له مار وېرېږئ، دا په معنا ده چې تاسې ته مينه‌ناک او صميمي انسان ياست. خلک له او له خلکو سره ا ړيکي تاسې ته لومړيتوب لري او حاضر ياست په هر ډول شرايطو کې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره مرسته وکړئ او ترڅنګ يې ودرېږئ. له مار وېرېدل د هغه وحشت نښه ده چې فرد يې د ځان، کورنۍ او دوستانو په اړه لري چې پکې واقع نه شي.
ـ له وينې وېرېږئ؟

که د وينې په ليدو وېرېږئ يا مو حالت خرابيږي، دا د دې نښه ده چې يو آرام فرد ياست. ستاسې له پاره خپل ځان محترم دی او له وينې په دې دليل وېرېږئ چې کومه ورځ مو بدن د کومې بدې پېښې ښکار نه شي.

ـ له ارتفاع وېرېږئ؟

تاسې پېچېده فرد ياست، له يوې خوا غواړئ له نويو افرادو سره آشنا شئ او نوي فعاليتونه ترسره کړئ خو له بلې خوا له نا آشنا څيزونو په شدت وهم لرئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ