Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

ولې ځيني انجونې او هلکان له واده کولو وېره لري؟ ۱۲ لاملونه یې

داسي ډېر انجوني او هلوکان شته چې له واده کولو وېره لري دا وېره ځیني لاملونه لري چې د ارواپوهنې استاد شریف الدین عظیمي دلته داسې راپه ګوته کړي دي:

۱: ډېري له دې امله ډاریږي ځکه چې د نورو نابریالي ودونه یې لیدلي او وېریږي چې زما ژوند هم د نورو په شان نه شي او یا هم که خوشحاله ونه اوسم بیا څه وکړم.

۲: ځکه چې د ګډ ژوند لپاره چمتو والی نه لري او نه پوهېږي چې څنګه به یې مخته بیایي او د کومو اصولو په اساس ژوند وکړي، خپل د ملګري سره څنګه چلند وکړي؟

۳: خپل په وړتیاوو باور نه لري ځیني دا فکر کوي چې هیڅ هم نشم کولای او نه ددې وړتیا لرم چې ګډ ژوند مخته بوځم او مخامخ لوری خوشحاله وساتم.

۴: ځیني په دې ډاریږي چې زه خپله څوک نشم ټاکلی خو هغه څوک چې مور او پلار مې راته ټاکلی هغه به څنګه کس وي نو ځکه ډاریږي.

۵: دوی فکر کوي چې خپل د راتلونکي ملګري سره به همغږي نه وي یا به هم ما درک نه کړي یا به زه هغه نشم درک کولای او مینځ کې به مو ستونزي پیدا شي.

۶: ډېري ودونه په زور او په پټو سترګو کیږي پرته له دې چې یو بل سره وپېژني همدا نه پېژندل زړه کې وېره پیدا کوي ځکه د بیګانه سره یو دم عادت کېدل سخت کار دی.

۷: ځکه چې د ګډ او جنسي ژوند په اړوند ډېره لږه زده کړه او پوهاوي لري، نه پوهېږي چې څنګه هره اړیکه مخته بوځو که جنسي وي که نوري وي په ځانګړي توګه انجوني له جنسي اړیکو څخه ډېر ډاریږي.

۸: ځیني په دې ډاریږي چې ددوی خیالونو کې یو څوک وي خو دوی فکر کوي داسي نه چې واده مې بل چا سره اوسي او ټوله خوبونه یې لمنځه لاړ شي.

۹: هر کار مخکې له مخکې هوډ او پلان ته ضرورت لري ځو ځیني همداسي دي چې واده ته کوم ځانګړي پلان او هوډ مخکې له مخکې نه لري نو ځکه وېره یې زړه کې پیدا کیږي.

۱۰: که موږ تل له واده کولو وویرېږو نو دا د تل پاتي مجردي لامل ګرځي ځکه بیا موږ هیڅکله خپل واده لپاره جدي پړېکړه نشو کولای تل به په وېره کې اوسو.

۱۱: بل موږ په دې ډارېږو چې کوم ظالم یا هم بد انسان سره مخ نشو یا زموږ د ژوند ملګري داسي نه وي چې ماسره مینه ونه کړي او ژوند به مې راتلونکې کې تریخ کړي نو ځکه واده لپاره زړه او نا زړه کیږو.

۱۲: او تر ټولو لوی لامل اقتصادي وضعیت دی د ډېرو کورنیو اقتصادي وضع ښه نه وي نو ځکه واده کولو لپاره زړه نه ښه کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.