Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له اوبو وېره؛ لاملونه او حل لارې یې

  • ژباړه: نسیمه محمدي

په قطعي ډول په ټولو انسانانو کې وېرې شته. وېره یا فوبیا مختلف ډولونه لري لکه د ناروغۍ څخه وېره، د  ځناورو څخه وېره، د وینا کولو وېره او یا له اوبو څخه وېره. ځینې وختونه دا وېره دومره ډېره او غالبه شي، چې شخص د سرچینې سره د مخ کېدو پر وخت د کنترول وس نه لري. د اوبو څخه د وېرې درملنې لپاره لومړی باید د وېرې اصلي لامل او ريښه پيدا او بیا درملنه پیل شي. له اوبو څخه وېرېدل یا آکوا فوبیا د اوبو څخه د ناطبیعي وېرې په معنا ده؛ چې فرد حتا په اوبو د اوسېدو تصور نشي کولای او هم دوی ته د شدید اضطراب لامل ګرځي. وړاندې په مطلب کې د اوبو څخه د وېرې نښو، لاملونو او حللارو په اړه وایو.

 

download (1).jpg

داوبو د وېرې لمنځه وړلو لارې چارې

د ډېرو ساده کړنو سره کولای شئ پر دې وېرې بریالي شئ. چې دا شپږ ټکي یې یادوو.

۱ — درملنیزه مخامخ کېدنه

د بریالیو خلکو همېشنۍ وینا ده، چې “د هغه څه په لور لاړ شه چې ترې وېرېږې.” له وېرې څخه تېښته او لرېوالی حللاره نه ده؛ د محافظتي ټکو په نظر کې نیولو سره په هغه موقعیت کې چې ترې وېره وي د شخص ځای نیول، په ذهن کې د اوبو څخه ډارونکی انځور لمنځه ځي.

۲ — د اوبو په وړاندې مثبت فکر او حس درلودل

وېره زموږ د فکر او خیال له امله ده؛ منفي افکار د دې لامل شوې تر څو له کوچني څیز لویه بلا جوړه کړو، نو د مثبت فکر سره د منفي افکارو د مقابلې لپاره وجنګېږئ.

۳ — شناختي درملنه

د درملنې له غوره لارو څخه، شناختي درملنه ده. معمولاًً د ترخو تجربو پېښېدل د اوبو څخه د وېرې لامل دی. باید د اخته کس فکر او ذهنیت ته بدلون ورکړل شي. په شناختي درملنه کې هڅه کېږي، د منفي افکارو  پر ځای د مقبتو افکارو ځای نیولو سره، دا وېره محوه شي.

۴ — دارويي درملنه

که وېره زیاته او شدیده وي د متخصص روغتیاپال له لوري درمل تجویز کېږي. په ورته وخت کې یا د وېرې د علائمو تر کمښت وروسته، د ژور خپګان او اضطراب ضد درمل ورکول کېږي.

۵ — په منظم ډول د حساسیت کمول

یوه بله کړنلاره د دې ډول کسانو لپاره د حساسیت کمول دي، چې دا چاره درې پړاوه لري:

  • د هغو شرایطو لېست کول چې په فرد کې د اضطراب لامل شوي.
  • وروسته د ریلکېشن او آرامتیا بښنې لپاره د یوګا او مدېتېشن په څېر تمرینونو تر سره کول.
  • په پای کې فرد ځان په یو استرس زېږونکي حالت کې تصور کوي او په بشپړه توګه خپله آرامتیا ساتلی شي.

۶ — د کومکي وسایلو کارول

د توپ، ټيوپ یا د لامبو لپاره د تختې څخه د ګټې اخېستلو سپارښتنه کېږي، نو هڅه وکړئ په اوبو کې د تفرېح وسایل ولرئ چې په اوبو کې د ځان بوختولو لپاره، له ذهن څخه منفي افکار لرې او د منفي شرایطو په اړه د فکر کولو وخت ونه لرئ.

download (2).jpg

د اوبو څخه د وېرېدو عمومي اړخونه

د سیند اوبه کتل او غږ اورېدل یې خوښي بښونکي دي، د هغو لپاره چې له اوبو وېره لري حتی د دې حالت حس او تصور کول هم ځورونکي ده. کله، کله د باران څاڅکو ته درېدل هم د دوی لپاره ښه حس نه ورکوي. د اوبو فوبیا داسې ده، چې فرد د وېرې او اضطراب سربېره، فزیکي عوامل لکه دزړه ضربان زیاتېدل، خوله یا د سا ایستلو ستونزې او… هم لري.

په عمومي ډول د اوبو څخه وېره درې اړخېزه ده:

احساسي اړخ: د نه کنټرول کېدونکي وېرې او اضطراب او احساساتو درلودل.

شناختي اړخ: د اوبو په اړه د اخته کس د فکر او خیال ډول، لکه د ډوبېدو وېره، خفک کېدو او….

د بدني علائمو اړخ: په تنفس کې ستونزه، د لاسونو او پښو رېږدېدل، د زړه درزا، او…. د اوبو څخه د بدني یا جسماني وېرو نښې دي.

download (3).jpg

مګر دا وېره او استرس بېلابېل لاملونه لري، چې په لاندې ډول دي:

  • د اوبېز چاپېریال څخه د زیان لیدو منفي تجربه او پېښه.
  • په اوبو کې د خفک یا ډوبېدو پېښه یا په شاوخوا چاپېریال کې د اوبو اړوند پېښه.
  • د اعتماد په نفس نه درلودل، د جسمي تعادل نه درلودل، اسټرس او اروايي ستونزې لرل.
Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: