فضلي: نوې اعلان شوې لوبډله ډېره ښه ده، خو پکې د دریو لوبغاړو کمی دی

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیز‌الله فضلي ویلي، د پاکستان پر وړاندې دریو لوبو ته نوې اعلان شوې لوبډله ډېره ښه ده، خو پکې د دریو لوبغاړو اړتیا شته، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای.

عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، حضرت‌الله ځاځی، نورعلي ځدران او شراف‌الدین اشرف هغه درې وړتیا لرونکي لوبغاړي دي، چې باید لوبډله کې اخیستل شوي وای او هغه نیمګړتیاوي، چې لوبډله یې د توپوهنې په برخه کي لري، پرې له‌منځه به ولاړي سي.

فضلي زیاته کړې، د پاکستان پر وړاندې د اعلان شوي ځواني لوبډلې څخه ډېر خوښ دی، خو پاکستان، چې په توپ‌اچونه او توپوهنه دواړو کي قوي ښکاري، نو اړتیا دا وه، چي دا درې لوبغاړي د ښې توپوهنې درلودلو په موخه سکواډ کي اخیستل شوي وای.

هغه زیاته کړې:

«د افغانستان کرکټ لوبې مينه والو؛ د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري چې د پاکستان ملي لوبډلې په وړاندې د لوبډلې سکواډ اعلان شوی ډير ښه سکواډ دی.خو يواځې د دريو لوبغاړو اړتيا پکښې شته تر څو دوی راشي هغه لوبغاړي هر يو ؛ حضرت الله ځاځئ يا هم نور علي ځدران د پيل لپاره او شرف الدين اشرف، اوسني شرايطو ته په کتو سره د پاکستان کرکټ لوبډله د توپ وهنۍ او توپ اچونۍ له مخه پياوړي لوبډله ده او دا هغه لوبې دي چې د افغانستان لپاره ۱۰ امتياز لري . نو پکار ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله د پاکستان کرکټ لوبډلې په مقابل کې ډير ښه سکواډ وي .دا ډيره شه خبره ده چې نوي ځوانانو ته چانس ورکړل شوی خو دغه درې لوبغاړي قابليت لري تر څو ځای ورکړل شي او د اوسني ريزرف لوبغاړو په ځای کې وی ځکه د ستر ټيم په وړاندې بايد يو دم نوي ځوانان ته په لوبډله کې ځای ورنکړل شي.»

 

 

 

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

 

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ

 

ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې افغان کرکټ ملې لوبډله درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

دا لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د سیپټمبر میاشتې له لومړنۍ نېټې څخه بیا تر اوومي نېټې پورې ترسره کیږي.

ددې درې سیالیو کوربتوب افغانستان ته وردغاړی دی، چې په سریلانکا هیواد کې به ترسره شي.

افغان کرکټ ملې لوبغاړو دې سیالیو ته د چمتوالي په موخه په دوو پړاوونو کې تمرینونو ترسره کړل.

 

وروستي مطالب