مارچ 3, 2021

فضلي او اصغر جوړه وکړله

ليکنه: مدثر دعوت
پدې وروستيو ورځو کي د خلکو په خولو او په ټولنیزو رسنيو کي تر ټولو ګرمه موضوع د لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان ليري کول وو.
د کرکيټ بورډ د غواروي کميټې د کرکيټ د دريو فارمټونو لپاره بيلابیل لوبډلمشران اعلان کړله.
د يو ورځنيو لوبو لپاره ګلبدین نايب،د شل اووريزو لوبو لپاره راشدخان او د ټيسټ لپاره يې رحمت شاه لوبډلمشران وټاکله.
ډيريو د کرکيټ بورډ د غوراوي د کميټې پر پريکړه پدې خاطر سختي نيوکي کولې چي ګواکي دا وخت د لوبډلمشر د ليري کولو نه وو،ځکه نړيوال جام ته يوازي د ګوتو په شمار اونۍ پاته دي خو ځينو بيا کرکيټ بورډ مستحق باله او د اصغر ليري کول يې یو ښه اقدام وباله.
د عامو خلکو ترڅنګ ځينو ملي لوبغاړو هم غبر ګونونه وښودله.
راشدخان او محمدنبي چي اوسمهال د هندوستان په غوره لیګ کي لوبيږي د کرکيټ بورډ پريکړه يې د ټويټر له لاري وغندله،ددوی په باور چي اوسمهال د لوبډلمشر د ليري کيدو وخت ندی ځکه لوبډله په حساس وخت کي ده او نړيوال جام هم نیږدې دی.
ددې هرڅه سره سره د کرکيټ بورډ مشر عزيز الله فضلي د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان خپل حضور ته وغوښتی او تر ټولو ګرمه موضوع يې پایته ورسوله.
دوی د يوبل سره ژمنه کړې چي په ګډه به د هيواد کرکيټ ملي لوبډلي د پرمختګ او پياوړتيا لپاره کار کوي.
افغان ملي لوبډله اوسمهال د ګلبدین نائب په مشرۍ په سولي افریقا کي د نړيوال جام لپاره تمرینات ترسره کوي.
که څه هم د ياد کمپ سره پخوانی لوبډلمشر د سفر ملګری نه وو خو اصغر افغان وايي چي ډير ژر به د ملي لوبډلي سره يوځای سي.