ټولنیز ژوند خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هغه خواړه چې په ښه ساه‌ایستنه کې درسره مرسته کوي

لیکنه: ياران
نجم الرحمن ناصري

ځینې مغذي مواد د تنفسي مجراوو د عوراضو په ښه کیدو کې لکه آسم، آلرژي او یا هم د سګرټ په پریښودو کې مرسته کوي. دې ځای کې مو داسې یو څو خواړه معرفي کړي چې د تنفسي مجراوو په ښووالي کې مرسته کوي.

مڼه

حتماً مو اورېدلي چې مڼه د سلامتۍ مېوه ده. مڼه د اسید فولیک او فلانووئید لرونکې ده چې د هوایي مجراوو د التهاب په کمښت کې شهرت لري. د تنفسي مجراوو التهاب،د آسم او د سینې د خس خس مشترکې ځانکړنې دي. ډېری کسان د دې لپاره په آسم مبتلا کېږي چې د ژوند په مخکنیو لسیزو کې یې د خوړو سم رژیم نه درلود.

د زیتون غوړي

غیر اشباع شوي غوړ او فیتونوترینت چې په زیتون غوړیو کې موجود دي یوازې د تاسو د زړه او ویښتو لپاره ګټور نه دي، بلکې د ریو (ریه ها) په سلامتۍ کې هم ونډه لري. په واقعیت کې د زیتون غوړي کولای شي له هغو فاکتورونو سره چې د هوا له ککړتیا سره مرتبط دي، لکه د وینې د فشار زیاتوالی او د وینې د د رګونو خرابوالی چې نه پریږدي آکسیجن په سم ډول وجود ته ورسېږي او د هغه په کمیت کې کمښت رامنځته کوي، مبارزه وکړي.
څلور مادې چې کولای شي ریې مو پاکې کړي

قهوه

قهوه مو یوازې هوښیاروي نه، بلکې ظاهراً کولای شي د آسم علایم مو تسکین کړي. کافئین د برانشي یو خفیف خلاصوونکی ده، خو نشو کولای چې له استنشاقي سپرې سره یې مقایسه کړو. حتا که سهارنۍ قهوه مو تنفس ښه کړي، اغېز به یې دوامداره نه وي. یانې چې تاسو باید تل خپله استنشاقي سپرې له ځانه سره ولرئ.

21613513020712532211251291942141321928718848.jpg

سالمون

امګا ۳ غوړ اسیدونه چې په سالمون کبانو کې موجود دي د ریو د التهاب په کمښت کې مرسته کوي او کولای شي له باکتري ګانو سره جنګ وکړي. التهاب کولای شي ډیر بد عامل په بیولوژي کې وي.

شین چای

یو ګیلاس شین چای د هغو انتي آکسیدان لرونکی ده چې کولای شي وجود آرامه کړي، التهاب کې کمښت راولي او د التیام له ښه کېدو سره مرسته کوي. د چای د ښه اغیز لامل کوئرستین چې یو انتي اکسیدان دی او د یوه آنتي هستامین په ډول عمل کوي.

دا آنتي اکسیدان کولای شي د هیستامین او نورو شیمیایي التهابي موادو په ترشح کې چې په وجود کې آلرژي د علایمو لامل کیږي کمښت رامنځته کړي.

جوش اوبه هم د حلق د تسکین او د ریو د محافظت لپاره د ډیرې شې دي. ډېر مهمه ده چې زیاتې اوبه وڅکۍ او وجود مو هیدراته وساتۍ چې موکوس ترشحات مو تنظیم شي او تنفسي مجراووې مو پاکې پاتې شي.

311451482036490851301674319118012020331179.jpg
مغزیات

دانې که څه هم وړې دي، خو د ریو د سلامت لپاره مناسبه لار ده. د کدو زړی، آفتابګردان زړی او د کتان بذر، ډیر مګنیزیم مو وجود ته رسوي چې د آسم ناروغانو لپاره مهمه معدني مادې دي. منیزیم له هوایي لارو سره مرسته کوي، چې نرمې شي او التهاب څخه یې کم شي، نو کولای شۍ ښه او په آسانۍ سا وباسۍ.

19712171901021458111155742175118071148210.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ