سپورټ کرکټ وزش او تمرین

افغان لوبغاړی فضل‌حق د پنجاب لوبډلې سره یوځای شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغان ۱۹کلنې ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق فاروقي د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شوی.

هغه د یادې لوبډلې سره دوه اونیزه تمریناتي کمپ ته غوره شوی، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې د کینګز الیون پنجاب سره یوځای تمرینونه ترسره کوي.

افغان کرکټ بورډ ویلې، فضل‌حق د هندوستان غوره لیګ ۱۳م پړاو سیالیو په موخه د چمتوالي ۲۹ ورځني  تمریناتي کمپ ته غوره شوی، چې د توپ‌اچونکو(Net Bowler) رول اداء کوي.

خپله فضل‌حق له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چې د یادې نامتو لوبډلې سره تمرینونه کول به یې پر وړتیا ډېر مثبت تاثیر وکړي.

په یاده لوبډله کې د ملې لوبډلې بل نامتو لوبغاړی مجیب‌ځدران هم شتون لري.

مجیب‌ځدران لا تراوسه د یادې لوبډلې سره نه دی یوځای شوی؛ ځکه هغه اوس د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې بوخت دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ