سیاست نړۍ

مولانا فضل الرحمن: آصف زرداري مې شاګرد و، د بلاول بوټو استادۍ ته هم حاضر یم

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په یوه تازه وینا کې د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ته د خپلې شاګردۍ بلنه ورکړې او ویلي یې دي، حاضر دی چې د نوموړي استاد شي.

د سیاسي بلوغ تشه
مولانا فضل الرحمان په دغه وینا کې پر بلاول بوټو تور پورې کړی، چې سیاسي نبوغ ته نه دی رسیدلی.

هغه وایي د بلاول پلار اصف زرداري ته یې څو ځلې ویلي، چې که خوښه یې وي، دی حاضر دی چې زوی ته یې د سیاست درس ورکړي.

د فضل الرحمان په ادعا آصف زرداري هم ډېررڅه ترې زده کړي او اوس یې د زوی نوبت دی.

بلاول بوټو

د دیوبند ملا او د اکسفورډ شاګرد
مولانا فضل الرحمن د دیوبند د مدرسې او بلاول بوټو د لندن د اکسفورډ پوهنتون د تاریخ د برخې شاګرد پاتې شوی.

فضل الرحمن ډېر کلونه مذهبي سیاست کړی او د افغان مجاهدینو ترڅنګ د وسله والو طالبانو مهم همکار پاتې شوی.

بلاول په ۲۰۱۰ کې له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ او پاکستان ته راستون شوی.

د فضل الرحمان پلارمولانا محمود هم مشهور سیاستوال پاتې شوی، خو د بلاول پلار اصف زرداري د پاکستان ولسمشر، مور یې بینظیر بوټو صدراعظمه او د مور لخوا نیکه ذوالفقار بوټو هم صدراعظم تېرشوی.

له دې سره مولانا فضل الرحمن په تېرو پارلماني ټاکنو کې ناکام شوی او اوس د پارلمان غړیتوب نه لري.

د بلاول چوپتیا
بلاول بوټو او پلار یې آصف زرداري دواړو د فضل الرحمن خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.

وېل کیږي چې د فضل الرحمن او لومړي وزیر عمران خان اړیکې ښې دي او عمران خان د بلاول او زرداري خلاف د فضل الرحمن د کارولو پلان جوړ کړی.

عمران خان دا هم غواړي، چې په زیاتو مالي فسادونو تورن آصف زرداري زندان ته را کاږي او د نواز شریف په شان یې له خپلې مخې ایسته او خپل قوت زیات کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي