مارچ 2, 2021

افغان لوبغاړی فضل‌حق د پنجاب لوبډلې سره یوځای کیږي

لیکنه: محمدصابرحمیدي

افغان کرکټ بورډ وايي، چې د ۱۹کلنې ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق به د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای سي.
بورډ وايي، چې هغه د یادې لوبډلې سره دوه اونیزه تمریناتي کمپ ته غوره شوی او په موخه یې متحده عربي امارتو ته روان شوی.
د بورډ په خبره، چې فضل‌حق د هندوستان غوره لیګ ۱۳م پړاو سیالیو په موخه د چمتوالي ۲۹ ورځني  تمریناتي کمپ ته غوره شوی، چې د توپ‌اچونکو(Net Bowler) رول به اداء کړي.

خپله فضل‌حق له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چې د یادې نامتو لوبډلې سره تمرینونه کول به یې پر وړتیا ډېر مثبت تاثیر وکړي.
هغه، چې ډېره خوښي وښودله وايي، له نامتو لوبغاړو سره به یوځای تمرینونه ترسره کړي.
د کینګز الیون پنجاب لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم تازه متحده عربي اماراتو ته ولاړه، چې د هند آی پي ایل سیالیو ته د چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي.
په یاده لوبډله کې د ملې لوبډلې بل نامتو لوبغاړی مجیب‌ځدران هم شتون لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ