لیکنه: شرافت همت
– خپلو اولادونو ته کافي وخت ځانګړی کړئ، لوبې ورسره وکړئ او سات یې تېر کړئ.
– اولادونو ته مو مینه ورکړئ، ارزښت ورکړئ او دومره عاطفي او له مینې ډک چلند ورسره وکړئ چې دوی ځانونه مهم احساس کړي.
– خپل اولادونه په کوچنیو ورانکاریو مه دګئ، سپک کلمات ورته مه کاروئ او په ډېرو مواردو کې یې د معاف کېدو تر څنک په خوږه او نرمه لهجه وپوهوئ چې راتلونکې کې متوجه اوسي.
– اولادونه مو د ملګرو او سیالانو منځ کې مه تحقیروئ، دا کار د دوی په شخصیت منفي اغیزه کوي او د عُقدې بده پدیده ورسره پیداکیږي.
– جرآئت ډېر مهم دی، اولادونو ته مو دومره جرآئت ورکړئ چې هر وخت درته رښتیا خبره وکړی شي، که دوی وویروئ، دروغ درته وایې او دروغ ګو عادت کیږي.
– اولادونه په بدو نومونو یې قطعاً مه یادوئ، ارواپوهان تاکید کوي چې لدې کاره باید جداً خودداري وشي، ښه نومونه ورته وکاروئ چې تر منځ مو مینه لا زیاته شي.
– کله مو چې بچیانو خبرې کولې، له خبرو یې مه منعه کوئ، پرېږدئ چې باجرآئته وروزل شي، خو مه هیروئ چې باید نصیحتي خبرې ورته وکړئ او ورته ثابته کړئ چې بدې خبرې بدې دي او خلک او تاسې پرې ترې خوابدي کیږئ.
– اولادونه مو زده کړو ته وهڅوئ، له کوچنیوالي داسې انګیزې ورکړئ چې زده کړې د انسان د ښه ژوند او ښه شخصیت لپاره تر هر څه ضرور دي.
– ښه ده چې د اولاد غوښتنې تر څه حده ومنئ، ډېره سختي پرې رانه ولئ او تر ممکنه حده یې توقعات پوره کړئ.
– کله چې یې خبرې نکولې، خبرې ورسره وکړئ، ویې غږوئ او وایې ورئ، ممکن کوم څیز خفه کړي وي.
د دغو ځانګړتیاوو لرونکي نارینه، د ژوند ښه ملګري نشي کېدای
ـ هغه نارینه چې بې احساسه وي، او د احساساتو ډېرېدل یو ډول بې ارزښته کار ورته معلومیږي او مغروره وي. ـ هغه نارینه چې تل مو کنټرولوي او په هر ځای کې د ... نور ولولئ