د پلار کیدلو لپاره د نارینو بهترین او مناسب عمر باید څو وي؟

  • لیکنه: مهرتاج

له پخوا راهیسې د ښځو په اړه ویل کېږي، چې د مور کیدلو لپاره دې تر دیرش، څلویښت کلنۍ عمره انتظار نه کوي، ځکه یاد عمر د مور او ماشوم دواړو لپاره مثبتې پایلې نه لري، مګر له اوسنیو څېړنو ثابته شوې چې د اولاد په روغتیا باندې د پلار عمر هم تاثیر لري.
د څېړنې مطابق، د متوسط عمر لرونکو کسانو اولادونه د پیدایښت په وخت کې ډېر کم صحتمند وي.
یاده طبي څېړنه په امریکا کې تر سره شوې ده.
“اسټینفورډ ” پوهنتون یوه څېړنه چې د ۴کروړه نه زیاتو د نویو زیږیدلو ماشومانو اسنادو له مخې چې د والدینو عمر د ماشوم په روغتیا څه اثرات لري، ترسره کړی ده.
په پایله کې معلومه شوه چې که چیرته د پلار عمر  ۴۵ کاله یا پورته وي، نو ماشوم به یې؛ له وخته مخکې/ بې مودې پیدا کیدل، کم وزنه او د ولادت په وخت کې د نورو طبعي مرستو لکه وینټي لیشن ته ضرورت پېښېږي.
څېړنه زیاتوې؛ که چیرته د پلار عمر تر ۴۵ کلنۍ وي، نو بیا د ماشوم بې مودې پیدا کیدو، کم وزنۍ خطره ۱۴ سلنه ته رسیږي.
څېړونکي دا هم وایي چې د یاد عمر لرونکي نارینه میرمن هم د ولادت پر مهال له خونریزۍ/ وینې لوړ فشار سره مخ کیدلی شي، چې لامل یې د عمر په لوړیدلو سره، د نارینه په اسپرم کې رامنځته شوي تغیرات ښایي.
د څېړونکي په وینا؛ د داسې منفي پایلو رامنځته کیدو د مخنیوي په صورت کې،  نارینه دې اولاد راوړلو ته تر ۴۵ کلنی انتظار نه کوي.
عمر چې څومره لوړېږي، په هماغه کچه ورسره راتلونکي ماشوم ته ورپېښ خطرات هم لوړېږي. او د متوسط عمر لرونکي اشخاص چې د ماشوم هیله مند وي، پدې هکله دې له ډاکټر سره مشوره وکړي.
د یادې څيړنې پایله په طبي BMG جریده کې خپره شوې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.