د روژې ګټې: له قلبي او دماغي سکتې مخنیوی کوي

ليکنه او راټولونه

الله تعالی د روژې فریضه د دې لپاره رالېږلې ده چې مسلمانان د الله تعالی امر ومني او پرهېزګاره شي.

الله تعالی فرمایي: ای مومنانو! په تاسو باندې روژه فرض کړل شوې ده لکه څرنګه چې ستاسو څخه په مخکینیو امتونو فرض کړل شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاره شئ.

د روژې ګټې ډېرې زیاتې دي، چې یو له هغه څخه پرهېزګاري ده، یا د انسان خواهشات کنټرولوي، او له دې څخه زیاتې نورې ګټې هم لري.

اوسني طب دا معلومه کړې ده، چې انسان روژې ته دومره اړتیا لري لکه څومره چې تنفس، حرکت، خوراک او څښاک ته اړتیا لري، لکه څرنګه چې انسان له خوراک یا څښاک او یا حرکت څخه منع شي نو ناروغه کېږي، همدارنګه که یو تن روژه ونه نیسي نو له ناروغۍ سره به مخ شي، روژه د انسان د ضرورت څخه زیاتې حجرې له منځه وړي، او د هغې په ځای نورې نوي حجرې منځ ته راځي.

روژه د زیاتو ناروغیو څخه مخنیوی کوي او انسان ته روغتیا وربښي.

ـ د انسان بدن له پړسوپ څخه ژغوري: روژه د انساني بدن بې کاره او کمزورې حجرې له منځه وړي، کله چې انسان وږی شي نو داخلي سیسټمونه په حرکت راشي او د ولږې له منځه وړلو لپاره هغه کمزورې حجرې له منځه وړي، په دې ډول انسان د راحتی احساس کوي او انسان ته بېرته قوت راګرځوي.

ـ د وزن کموالي سبب کیږي: روژه د انسان وزن کموي، په دې شرط چې د روژه ماتي په وخت په خوراک کې له اعتدال څخه کار واخیستل شي او خپله معده له خوراک او څښاک څخه ډکه نشي، کوم کسان چې د چاغوالي څخه شکایت کوي، روژه یو ښه علاج دی.

ـ روژه د جلدي ناروغۍ په علاج کې مرسته کوي: ځکه روژې سره په وینه کې اوبه کمېږي، چې په دې کار سره لاندې فعالیتونه ترسره کیږي: د میکروب په مقابل کې د جلد مقاومت زیاتېږي، د معدې میکروبونه له منځه وړي.

په ټول بدن کې د دې مرض د خپرېدو مخنیوی کوي.

ـ زړه او دماغ له جټکې/ سکتې څخه ژغوري: زیاتره ډاکټرانو او ساینسپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې روژه د انسان په بدن کې غوړ کموي، دې سره په بدن کې کلیسټرول کمېږي.

همدارنګه روژه د نشه کوونکو لپاره یو ښه علاج دی.