ټولنیز ژوند روغه سټه

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حل لارې يې

لیکنه: الما افغان
اعلان

ژباړه: آلما افغان

دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلیږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغیر کوي.

سر دردي، د معدې مشکیلات، بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه نیونکي ورسره د روژې په میاشت کې مخ کیږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حل لارې ورته وګورو.

د روژې سر خوږی

د روژۍ په میاشت کې ډیری اشخاص د سر خوږي او یا هم میګرین باندې اخته کیږي.
دا کیدای شي بیلابیل عوامل ولري لکه؛ ولږه، بې خوبي، د وینې لوړ فشار، سګریت څکول، د قهوې زیات څښل او په بدن کې د معایاتو کمښت.

په روژه کې د سردردۍ د مخنیوي لپاره ښه ده د تورو چایو پرځای شین چای ډیر وڅښئ او هڅه وکړئ د ماښامه تر پیشلمي څو کیلاسه وڅښئ.

همدارنګه د لمرله وړانګو څخه ځان وساتئ، هغوی چې سګریت څکوي نو دا يې د پریښودو ښه میاشت ده باید پریږدي يې.

له مایعاتو ډیره استعفاده وکړئ او ترڅنګ يې هغه غذايي مواد وخورئ چې، کاربوهایدریت ولري څو بدن مو انرژي ولري او له دې سره، سره هڅه وکړئ چې، په پیشلمې کې له ۳۰ تر ۵۰ ګرامو غوښه هم وخورئ نو له سر دردۍ به ژغورل شوي یاست.

په روژه کې خوب

په روژه کې د نورو مواردو سربیره د خوب مهالویشت هم تغیر کوي.
خوب که غیر منظم شي او بې خوبې رامنځته شي، لږ خوب د بې حالۍ او خستګۍ سبب ګرځي او دا چاره مو د سرخوږي لامل هم کیږي.

ددې ښه حل لاره همدا ده چې، د شپې لخوا وختي ویده شئ څو پیشلمي ته وخته راپاڅیږۍ، همدارنګه د پیشلي څخه وروسته ژر مه ویده کیږئ دا چاره مو د بد هضمۍ سبب ګرځي او دا مو د خوب کیفیت بدوي.

د پیشلمي وروسته هڅه وکړئ خپل کارونه او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړئ او په ارامه فکر مو خوب ځای ته ورشئ.

روژه او سپورت

ډیری په دې عقیده دي چې، د روژې په میاشت کې باید سپورټ ونشي ځکه دا حالت د ولږې او تندې سبب ګرځي خو که په روژه کې سپورټ ونشي دا د چاغوالي او نورو ستونزو سبب ګرځي

هڅه وکړئ لکه د نورو ورځو په شان په روژه کې سخت تمرینات مه ترسره کوئ خو؛ کولای شئ ډیر په دقت منظم ورزش وکړئ.

ارامه منډه، پیاده مزل او د بدن ټولو غړو ته مناسب حرکات ورکول د روژي د میاشتې ښه تمرینات دي.

هغوی چې، د روژۍ په میاشت کې سپورټ کوي ښه ده چې، ډیر مایعیت، میوه او سبزیجات وخوري.

روژه او د معدې او پښتورګو درد

د معدې درد او د پښتورګو ناروغي یوه بله مسله ده چې، د روژې په میاشت کې ورسره روژه داران مخامخ کیږي.

غیر منظم خوراک او د خوراک څخه وروسته دستې خوب کول د معدې د درد باعث ګرځي او همدارنګه په بدن کې د مایعاتو کمښت د پښتورګو د درد لامل ګرځي.

د معدې د درد د مخنیوي لپاره ښه ده په پیشلمي کې مخکې له ډوډۍ خوړلو یوه قاشوغه شات وخورئ او ترڅنګ يې د خامو سبزیجاتو پرځای پاخه هغه وخورئ ترڅو د معدې له درده خلاص اوسئ.

د پښتورګو د ستونزو د مخنیوي لپاره ښه دی چې له ماښامه تر پیشلمي د مایعاتو، سبزیجاتو او میوو څخه استعفاده وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده