ټولنیز ژوند ژوند بڼه کرونا له نړۍ

ایا په کورونا وایروس اخته ناروغ روژې نیولی شي؟

لیکنه: مهر تاج

په کورونا وایروس اخته یو داسې ناروغ، چې ظاهره هېڅ نښې پکې نه لیدل کېدي، خو ټیسټ یې مثبت راغلی و، نوموړي شخص کور کې ځان قرنطین کړئ او خپلې روژې هم نیسي.

په کورونا وایروس اخته ناروغ چې د شکر ( شوګر) ناروغي هم لري، دا د روغتیا پالو په لارښوونه روژې نیولی شي، خو خپل روغتیاپال سره به په اړېکه کې وي او له روژه ماتې وروسته دې ډېري اوبه څښي.

د شکر ناروغانو ته د کورونا وایروس د میکروب خطر همدومره دی لکه څومره چې عامو ناروغانو ته دی، خو که چیرته د شکري په ناروغی اخته ناروغ په کورونا وایروس اخته شي بیا نسبت نورو ناروغانو ته یې ناروغي انتهایي شدیده ده.

په یادو معلوماتو بحث تیره یکشنبه له بیلابیلو ټي وي چینلونو نه روغتیاپالو په انلاین کانفرانس “شوګر او رمضان ” کې وکړ.

نوموړی کانفرانس ” ډائیابټالوجي او اینډوکرائنوجي انسټیټیوټ  نیولی و او پدې کانفرانس کې؛ پاکستان، امریکا، برطانیه او منځني ختیځ په ګډون د نړۍ څو نور هېوادونو پوهانو ګډون کړی او خپلې خپلې مقالې یې وړاندې کړي دي .

د ټولنیزو شبکو له بیلابیلو لارو په ګټنې په ټوله نړۍ کې یاد کانفرانس انلاین وښودل شو، په زرګونو خلکو ولیده او له طبي ماهرینو څخه یې خپلې پوښتنې هم مطرح کړلي.

د شوګر ناروغۍ نامتو متخصص او انټرنیشنل ډائبټیز فیډریشن مډل ایسټ  او د افریقایي سیمې مشر پروفیسر عبدالباسط وویل، د دوی اداره د “شوګر او روژې ” په تړاو د تیرو څو کلونو راهیسې داسې کنفرانسونه جوړوې، چې مقصد یې د نړیوالو متخصصو ډاکټرانو په مټ مسلمانانو ناروغو سره د روژې په نیولو کې سلاح مشورې وکړي په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې د شکري ناروغي لري او غواړي چې خپل عبادت و روژي ونیسي.

پروفیسر عبدالباسط وویل، سږ کال  کورونا وایروس نړیوالي وبا ټول خلک ډېر اندېښمن کړي دي، نو ځکه د دوی اداري د نړیوالي وبا او خلکو اندیښنو په وجه  ۲۴ ساعته انلاین د معلوماتو خدمات وړاندې کوي، ترڅو د شکري ناروغانو ترڅنګ نور ناروغان هم صلاح مشورو ته انلاین لاسرسۍ ولري او په اسانۍ سره وکولای شي چې خپلې روژې ونیسي.

د شکري ناروغۍ نامتو متخصص ډاکټر سیف الحق وویل، په کورونا وایروس اخته ډیری ناروغان له تبې او ساه بندی نه شکایت کوي، چې له دې پرته کوم بل مشکل نه لري، داسې ناروغان کولای شي روژه ونیسي، خو د خپل روغتیاپال سره دې په اړېکه کې اوسي.

مشهور نیورولوجسټ او د پاکستان انټرنیشنل نیورو ساینس ټولنې مشر پروفیسر محمد واسع وویل، روژه نه تنها د مدافع نظام لپاره ګټوره ده بلکې فالج او نورو مختلفو عصبي ناروغیو په مخنیوې کې هم مرسته کوي.

یاد ډاکټر خلکو ته په مشوره کې وویل، چې  پدې مقدسه میاشت کې لږ تر لږه له ذهني، جسماني او رواني ناروغیو به خوندي وۍ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ