رمیز راجا؛ فساد کې ښکېل لوبغاړي باید بنديان شي

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي رمیز راجا د هغو لوبغاړو په تړاو توندې څرګندونې او نیوکې کړي، چې په کرکټ کې په درغلیو، بډو او شخړو کې دخیل دي.
د هغه په خبره له ډېر وخت راهیسې د پاکستان کرکټ بورډ په دې قانون کار کړی، چې د لوبغاړو د فساد قضیې جدي ونیسي.
نوموړي هغو لوبغاړو ته په اشارې وایي، چې په فساد کې ښکېل دي، دوی دې د کرکټ پر ځای خپل ځان ته د خوراکي توکو هټۍ پرانېزي.
راجا د دې سربېره د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي، چې ټول هغه لوبغاړي دې، زندان ته واستوي چې په فساد کې ښکېل دي.
ده دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان منځنی کرکټ توپ‌وهونکی عمر اکمل د ځایي محکمې لخوا په قضیو کې پړ وبلل شو او درې کاله له هر ډول کرکټ څخه محروم شو.
رمیز راجا وایي دا څرګندونې یې د دې لپاره کړي، چې کرکټ له فساد څخه بچ شي او شفافیت پر لور ولاړ شي.
د پاکستان ډېری کرکټ لوبغاړی په مالي فساد او لفظي شخړو کې د دخالت له وجې له کرکټ څخه محروم شوي دي.
عمر اکمل، ناصر جمشېد، محمد عامر، شرجیل خان، سلمان بټ، محمد سمي او ځینې نور لوبغاړي د مېچ فېکسېنګ له وجې له سیالیو منع شوي وو.
چې له دې جملې څخه محمد عامر له ۲۰۱۱م څخه تر ۲۰۱۶م پورې له کرکټ څخه منع شوی و.
سلمان بټ هم په ورته یوه قضیه کې له سیالیو لرې کړل شوی و او بندیز و پرې.
محمد عامر او سلمان بټ بندي شوي هم وو.
ناصر جمشېد له ۲۰۱۳م راهیسې له بندیز سره مخ دی.
شرجیل خان هم له سیالیو منع شوی و، خو سږ کال پي ایس اېل کې ورته اجازه ورکړل شوه.
رمیز  راجا وایي دی ډېر خپه دی، چې وړ لوبغاړي په ناوړه فسادي قضیو کې ځان دخیلوي.
د نوموړي په قول د عمر اکمل په څېر لوبغاړي له سیالیو منع کېدل د وړتیاوو وژل دي.
raja.JPG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.