اپریل 18, 2021

ځوان فضل‌حق فاروقي د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره یوځای کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضل‌حق فاروقي پرون چهارشنبه هند هیواد ته سفر وکړ، تر څو د هندوستان آی پي ایل سیالیو په راتلونکې پړاو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی فاروقي به د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د نیټ یا د جال توپ اچونکي (net bowler) په توګه یوځای شي.

 

 

نوموړی تېر کال هم د هند په یاد غوره لیګ کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره د نیټ په برخه کي د توپ اچونکې دنده پر مخ وړله.

 

فضل حق فاروقي

 

فضل حق فاروقي د لومړي ځل لپاره په ملې لوبډلې که د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ولوبېد، چې افغانستان د زیمبابې پر وړاندې د سریز درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره کړه.

په هغه لوبه کې فضل حق فاروقي څلور اورونه وکړه، ۲۷ منډې یې ورکړې او د زیمبابې یوه ویکټه یې واخیستله.

 

د هند آی پي ایل څوارلسم پړاو

 

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو د راتلونکې اپرېل میاشتنې په ۹مه نېټه پيل شي او د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.

ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې ممبي انډینز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې له یو بل سره مخ کیږي.