ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه کلتور او هنر

فرهنګي ښکېلاک؛ یوازې د اقتصادي ګټو په موخه کارول کېږي

لیکنه: ملیحه ناصري

فرهنګ په عامه معنا د هغو دودونو ټولګه ده چې د یوې ټولنې هویت/پېژند جوړوي. بهرني هېوادونه تل د خپلو موخو لپاره فرهنګي تسلط یوه وسیله ګرځوي. د نورو وسیلو تر څنګ، فرهنګي ښکېلاک تر ټولو اسانه لاره ده چې ځينې هېوادونه کولای شي بل هېواد ځان ته اېل کړي. فرهنګي بریدګر هېڅکله د چا د هېواد او فرهنګي بډاینې له غمه مړه نه دي. هر څوک په دې نړۍ کې یوه موخه لري. او د فرهنګي بریدګرو موخه د موخن هېواد چپه کول او خپلو اقتصادي موخو ته پرې رسېدل دي. دا هغه وخت شونې وي چې وکولای شي د هغوی پر فرهنګ هجوم یوسي او پرې برلاسي شي.

معنا کوم د جامو ډول چې دوی یې هلته دودوي، خلک یې په ورین تندي ومني. کومې فرهنګي چارې چې دوی يې ځينو هېوادونو کې دودوي، د هغه هېواد له عقایدو سره برابر وي، یا نه؛ خو دوی خپلو موخو ته ځان پرې رسوي او هغه کړنې د خلکو تر نظره ښې او پرمختللې ورولي چې خلک یې  ومني.

هغه پوړ چې په یوه ټولنه کې ډېر ژر تر دې ښکېلاک لاندې ایسارېږي، هغه ځوانه طبقه ده. ځوانان له خپلو نویو ايډیالوژیو سره، داسې ګومان کوي چې بهرني هېوادونه دوی ته د خیر نیت لري. حال دا چې هر کله انسان خپل هویت هېر کړي، ډېر ژر د دښمن په لومه کې ګیر پاتې کېږي.

نورو هېوادونو او فرهنګي بریدګرو ته د چا د هېواد د فرهنګ بډاینه، د سیاست سمول او د اقتصاد پیاوړي کول کوم ارزښت نه لري، دا یوازې هغه وسایل/توکي دي چې پیسو او شتمنۍ ته د رسېدا لارې برابروي. لکه همدا فی الحال چې موږ او تاسو د دې خبرو شاهدان یو.

پوهان وايي چې کله غواړئ یو هېواد تر خپل ښکېلاک لاندې کړئ، لومړی یې پر سر نه، پر فرهنګ برید وکړئ. دا ځکه چې فرهنګ هغه څه دي چې یوه ټولنه پرې ویاړي. او هر وخت چې ویاړنې له انسانه واخیستل شي، غرور یې ماتېږي. د کوم هېواد فرهنګي غرور چې ټپي وي، تر نورو هېوادونو ډېر یرغل ته چمتو او د ښکېلاک کېدو جوګه وي.

موږ ټولو ته جوته ده چې په هره زماني مقطع کې د جامو یو ډول دود/موډ وي. کله غټ/ازاد کالي موډ وي، کله هم د اوس غوندې تنګ او لنډ کالي په بازار کې اغوستل کېږي. نجونې د هلکانو پېرې کوي، هلکان د نجونو غوندې برېښي. دا هغه څه دي چې د فلم او بهرنیو ډرامو په وسیله پر ټولنو خپل حکم چلوي او پیل یې له رسنیو کېږي. هغه پوړ چې تر نورو وګړو ډېر موډ ته لېواله وي، ځوان پوړ دی.

په فرهنګي ښکېلاک کې زیانمن او هغه لوری معلومېږي چې ګټه یې کړې وي. سوداګر او د جامو طراحان ګټه کوي؛ ځکه دوی طرحه ورکوي او سوداګر یې واردوي. ښکېلاکګر هېواد خپله ګټه کوي؛ ځکه د فرهنګي بډاینې په پلمه یې خپل سوداګري پراخه کړې او د موخن هېواد د زبېښاک لارې یې پیدا کړې وي. دلته زیانمن شوی لوری یوازې هغه هېواد دی چې فرهنګ یې بایللی او ټولنیز غرور یې مات شوی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ