فرهان یوسفزی: شپږیزه کرکټ لیګ کې غوره استعدادونه موندلای شو!

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې پټ او غوره استعدادونه موندلای شو.
فرهان یوسفزي ویلې، چې دا لیګ په کور دننه تر ټولو غوره لیګ دی.

افغان کرکټ بورډ او د ملې راډيو ټلویزیون ترمنځ پرون شنبه د شپږیزه کرکټ لیګ د سیالیو خپرولو قرارداد لاسلیک شو.
د لاسلیک په مهال د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي وویل، چې لومړیتوب یې هیوادوالو ته د شپږیزه کرکټ لیګ په ښه ډول خپرول وه.

هغه زیاته کړه:

«ډېر خوشحاله یم چې نن یو ځل بیا د دوه ملي ادارو ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو په موخه قرارداد لاسلیک کېږي، زموږ لومړیتوب هم هېوادوالو ته په ښه توګه د لوبو خپرول دي، ترڅو د شپږیزې له لوبو ډېر خوند واخلي.»

افغان کرکټ بورډ ویلې، چې د شپږیزه کرکټ لیګ ټولي لوبې به سږ کال په ښه ډول ترسره شي.
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو   روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۳مه پیلیږي او د یادي میاشتې تر ۲۵مې نیټې پوري به دوام وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي