فرهان یوسفزی: د افغان لوبغاړو ستونزې به ډېر ژر هواري شي!

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي پرون شنبه د افغان لوبډلې سره په یوې ناسته کې ویلې، چې د افغان لوبغاړو ستونزې به ډېر ژر هواري شي.
افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلې، چې فرهان یوسفزي یاده ناسته کې د افغان لوبغاړو ټولې ستونزې واورېدې او ډېر ژر به یې د هوارېدو لپاره اقدام وکړي.

د دې ترڅنګ یاده ناسته کې د راشدخان د مور بي بي روح ته هم دعا وشوه او د بورډ د مسوولینو ترڅنګ ټولو لوبغاړو هم ورسره غم شریکي وکړه.

د راشدخان مور بي بي څو ورځې وړاندې د ورپيښې ناروغي له امله مړه شوه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي