سپورټ کرکټ وزش او تمرین

فرهان یوسفزی: له ICC مو غوښتي چې د ۲۰۲۴ نړیوال جام په افغانستان کې ترسره شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي نن چهارشنبه په یوې خبري ناسته کې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ، کابل کې د جوړېدونکي نړیوال لوبغالي، په کرکټ بورډ کې اصلاحاتو رامنځ ته کولو او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

راپورونه وايي د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي یاده ناسته کې ددې ترڅنګ زیاته کړه، چې کرکټ بورډ یوه داسې طرحه جوړه کړې، تر څو د کرکټ نړیواله شورا قانع کړي، چې د ۲۰۲۴م د کرکټ نړیوال جام په افغانستان کي وشي.

د یوسفزي په خبره، چې د همدې موخې لپاره یوه نړیوال معیاري کرکټ لوبغالي ته اړتیا ده، چې کابل کې د ځمکې د ځانګړې کېدو چاري وروستۍ شوي او د کابینې تر تایید وروسته بې رغنیزي چاري پيل شي.

فرهان یوسفزي په کرکټ بورډ کې د وروستیو بدلونو او اصلاحاتو په اړه هم خبرې وکړې.

هغه زیاته  کړه:

«له شک پرته زما په کاري دوره کې ډېر اصلاحات رامنځته شوي چې دواړه اداري او تخنیکي برخې پکې شاملې دي، ټول لوبغاړي مو سره په یوه خوله کړل، د ادارې لپاره مو بنسټیزې تګلارې او پالیسۍ جوړې کړې او دغه راز مو د کارکوونکو پر ظرفیت جوړونې ډېر کار کړی دی، بله دا چې زه لومړی هر څه په خپل ځان عملي کوم، بیا پر نورو کارکوونکو او پر همدې بنسټ مو ډېرې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.»

فرهان یوسفزی وروسته له هغه دا خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ